د اوبو، ځمکو او ښاري پراختیا عالي شورا غونډه کي د کندهار د ستراتيژیک انکشاف چوکاټ طرحي باندي بحث وسو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۲ - ۷:۵۱
Kandahar Municipality

دافغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اوبو، ځمکو او ښاري پراختیا عالي شورا غونډه پرون سه شنبه ماښام د ویډیو کنفرانس له لاري په ارګ کي ترسره سوه، چي پکښي کندهار والي حیات الله حیات او ښاروال انجینر محمدرفیع حیات هم ګډون کړي و.

په غونډه کي د اجنډا مطابق د پنځو لویو ښارونو (هرات، جلال اباد، کندهار، مزار شریف او خوست) د ستراتېژیک انکشاف چوکاټ طرحو او د پنځو لویو ښارونو لپاره د ستراتېژیک انکشاف چوکاټ د تطبیق پر طرحو بحث ترسره او وارزول سول.

لومړی جمهوررئیس غني د غونډې غړو ته ښه راغلاست ووایه او د ساساکي کمپنۍ له لوري د جامع، له محتوا ډکو او د اوسني وخت مطابق طرحو ترتیبولو له امله یې ورڅخه مننه وکړه.

وروسته، د نړیوال بانک تخنیکي مسوول د ښارونو د ستراتېژیک انکشاف په تړاوو د جمهوررئیس له لیدلوري او پاملرنې خوښي وښوده او د افغانستان ټیم څخه یې مننه وکړه.

په دوام د ساساکي کمپنۍ مسوول د پنځو لویو ښارونو د ستراتېژیک انکشاف د چوکاټ طرحو په اړه ټولیز معلومات وړاندي کړل او د یادي کمپنۍ نورو مسوولینو هم په دې اړه خپلي طرحی وړاندي کړې او زیاته یې کړه، چي په دې طرحو کې د ښارونو، لرغونو سیمو، د اوسېدو سیمو، سوداګریزو سیمو، تحصیلي سیمو، د پانګونې سیمو او اقتصادي سیمو لپاره د پراختیا وړ نقطې مشخصي سوي دي.

د هیواد جمهوررئیس د ګډونوالو د نظریاتو تر اورېدو وروسته، د پنځو لویو ښارونو د ستراتېژیک انکشاف چوکاټ په پرنسیب کي تائید کړ او د ښار جوړولو او

Kandahar Municipality

ځمکو وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته یې دنده وسپارله، چي د یادو طرحو د عملي کولو لپاره باید د ټولني د اړتیاوو پر اساس کار وسي.

همداراز جمهوررئیس وویل، دغه طرحی دی د ورکشاپونو او کنفرانسونو له لاري له خلکو او پوهنتونونو سره شریکې سي، ترڅو په یوه ملي بحث بدلي سي.

وروسته د اجنډا مطابق د ښار جوړولو او ځمکو وزارت معین اینجینر روښان ولسمل د پنځو لویو ښارونو لپاره د ستراتېژیک انکشاف چوکاټ د تطبیق طرحي غونډي ته وړاندي کړې او وړاندیز یې وکړ، چي په غوره ډول د دغو طرحو د تطبیق لپاره ورته ۲۰ ورځي وخت ورکړل سي، ترڅو له والیانو، ښاروالانو او اړوندو ادارو سره غونډي جوړي کړي او وروسته د خپلو پایلو تحلیل او شننه په یوې غونډه کې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندي کړي.

Kandahar Municipality

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د ګډونوالو د نظریاتو تر اورېدو وروسته وویل، په غوره ډول د دغو طرحو د تطبیق لپاره دي د ویډیو کنفرانس له لاري له والیانو سره غونډه جوړه سي او زیاته یې کړه، د هغوی لپاره به د دې طرحو د عملي کولو په موخه هر ډول اړتیا وړ امکانات برابر کړو.

جمهوررئیس د غونډې په پای کي له ساساکي کمپنۍ څخه د منني ترڅنګ وویل، دغه طرحي له موږ سره مرسته کوي، چي په کومه سیمه کي پانګونه وکړو او کومي برخي ته لومړیتوب ورکړو او مخکي ولاړ سو او همداراز غونډي پریکړي وکړې، چي د دې طرحو د غوره تطبیق په موخه دي د جمهوري ریاست په کچه یوه کاري کمېټه جوړه سي، ترڅو د همکارۍ ډول او د ادارو همغږي، د تطبیق څارنه او ارزونه، تعدیلات او د پنځو لویو ښارونو د طرحو د تطبیق لپاره د عملي پروسو رامنځته کولو مسوولیت پر غاړه واخلي.

همدارنګه پریکړه وسوه، چي د تطبیق، څارني، ارزوني او د دې طرحو د تطبیق څرنګوالي په موخه د پنځو لویو ښارونو د والیانو او هغو ولایتونو، چي په راتلوونکي کي د ساساکي برنامې تر پوښښ لاندي راځي، تر نظر لاندي د دویمي واحدونو ترمنځ د همغږۍ کمېټه جوړه سي او د ښاروالانو تر نظر لاندي دې تخنیکي کمېټه جوړه سي او خپل راپور دي د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

همدارنګه د وروستۍ پریکړي په توګه وویل سول، چي دغه طرحي دي په ۲۰ ورځو کې له والیانو، ښاروالانو، عامو خلکو او پوهنتونونو سره شریکي سي او د تطبیق لپاره دې د هغوی نظریات واخیستل سي او د هر ولایت طرحه دي د اوبو، ځمکو او ښاري پراختیا عالي شورا ځانګړي غونډي ته له اړوندو ولایتونو سره د ویډیو کنفرانس له لاري د طرحو د عملي کولو او د ادارو د همکارۍ څرنګوالي په اړه د نظریاتو اخیستو په موخه، وړاندي سي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۳
Background image

کندهار ښاروالۍ د اتمي ناحیې اړوند په دوهم ګذر کي د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپیل کړي دي.

کندهار ښاروالي د خپلو پراخو پرمختیايي فعالېتونو په لړۍ کي داځل د ښار په ۸ ناحيه، ۲ ګذر کي د یوې چرۍ په شمول د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپيل کړي دي چي اوس مهال د ابوذر غفاري په سیمه کي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ له لوري د نهال شانۍ پسرلنۍ غونډه ترسره سوه!

کندهار ښاروالۍ د ښار سمسورولو په موخه د نهالانو د ايښودلو غونډه ترسره کړه، چي په کښي د مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال په ګډون، د کندهار ښاروالۍ تخینکي او سکټوري رئیس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

د نرخونو کنټرول په موخه د نظارت لړۍ جريان لري!

د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکيټونو تنظیم امريت نن د کندهار ښار د دوو لويو مارکيټونو چي يو د ۵ ناحيي په مربوطاتو کي مهمند مارکيټ او بل د ۷ ناحيي د مېوې مارکيټونو څخه د ترباري د نرخونو. . .

BACK TO NEWS