د اولي او دریمي ناحیې په بېلابېلو برخو کي د عامه لارو د خلاصون په موخه کنټرول ترسره سو!

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۹:۲۰
بیا رغونه

د بشپړ ښاري نظم رامنځته کېدو په موخه، دکندهار ښاروالي د مارکېټونو تنظیم آمریت د ترافیکو مدیریت او د اولي ناحیې د مسؤلینو په همکاري په یاده ناحیه کي له ښاري نظم څخه نظارت ترسره کړ.

ددغه نظارت په ترڅ کي مسؤلینو دولایت مخ ته د عریضه لیکونکو له خوا هغه خودسره غیري اصولي جګۍ او مېزونه لیري کړل، کوم چي د ښاریانو په تګ او راتګ کي زیاتي ستونزي رامنځ ته کړي وې او د احمد شاهي جادې سرسبزۍ ته ئې زیان هم اړولی وو.

په ورته مهال کي دمسؤلینو له لوري د احمد شاهي جادې پر مسیر موانع ایښوونکو ته سپارښتني هم وسوې، چي د عامه لارو له بندولو څخه ډډه وکړئ، ځکه سړکونه او پلي لاري عامه ملکېتونه دي.

ددې ترڅنګ د ښاري نظم په موخه د دریمي ناحیې اړوند په کابل بازار کي د زرګرانو مخته ایښودل سوي غیري اصولي مېزونه هم منظم سول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د اولي او دریمي ناحیې په بېلابېلو برخو کي د عامه لارو د خلاصون په موخه کنټرول ترسره سو!