د اولي ناحیې په بېلابېلو برخو کي د ښاري نظم د ټیګښت په موخه نظارت ترسره سو!

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۹:۳۸
کنټرول او نظارت

د کندهار ښاروالي اړوند د مارکېټونو تنظيم آمريت د اولي ناحيې آمريت، د ترافیکو مدیریت او د امنيه قومنداني په ګډه همکاري داځل په اوله ناحیه کي د ارګ بازار پر کتاب خرڅوونکو او همدارنګه د لنډي بازار او نوي سړک په بیلابیلو ساحو کي د بشپړ ښاري نظم په موخه په عملي توګه د څارني او نظارت چاري ترسره سوې.

ددغه نظارت پر مهال مسؤلینو له خوا هغه موانع او خنډونه لیري او ضبط سول،کوم چي د عامه پیاده روونو د بندېدو سبب ګرځېدلي وه او د ښاریانو په تګ او راتګ کي ئې ستونزي ایجاد کړي وې.

دکندهار ښاروالۍ له لوري د ښار په بېلابېلو سیموکي د ښاري نظم رامنځته کولو په موخه خپل نظارتي چاري په دوامداره توګه ترسره کوي تر څو زموږ او ستاسي ښار له پوره نظم څخه برخمن سي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۰:۱۴
Background image

د شکایتونو څېړلو او حل کولو کمېټې نوبتي مجلس ترسره کړی.

د کندهار ښاروالۍ اړوند دښار اوسېدونکو شکایتونو ته د رسېدني او حل په موخه د شکایاتو څېړلو او حل کولوکمېټې خپل نوبتي مجلس ترسره کړی. په دې مجلس کي د ثبت سوو شکایتونو په اړه هر اړخیز بحث. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۰:۵۴
Background image

په کندهار ښار کي له قصابانو څخه د نرخونو کنټرول او نظافت ساتلو په موخه نظارت ترسره سو.

دوشنبه ۱۳ / ۱۲ / ۱۴۰۳ ه ش کال

د کندهار ښاروالۍ د مارکېټونو تنظیم آمریت د امنیه قومندانۍ په همکاري د ښار په بېلابیلو ساحو کي د قصابانو څخه د ټاکل سوي لایحې او نرخنامې مطابق نظارت ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۰:۳۷
Background image

د کندهار ښار سرسبزه کولو او ښکلا په موخه د نهالانو ايښودلو عمومي اشر پيل سو

کندهار ښاروالۍ د ښار سرسبزه کولو او ښکلا په موخه د نهالانو ايښودلو عمومي کمپاين پيل کړي.

ددې کمپاين په نتيجه کي به کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو سيمو کي ( ۴۰ ) زره مېوه لرونکي او غيري. . .

BACK TO NEWS

د اولي ناحیې په بېلابېلو برخو کي د ښاري نظم د ټیګښت په موخه نظارت ترسره سو!