د حاجي عزیز سړک پروژه ګټې اخیستني ته وسپارل سول.

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۸:۴۶
Kandahar Municipality

کندهار والي الحاج روح الله خانزاده پر داسي مهال د پنځمي ناحیې د حاجي عزیز سړک پروژه افتتاح کړه چي د اقتصاد وزیري ډاګټر کریمې حامدفاریابي او پلاوي، د کندهار ولایت مقام او کندهار ولایتي شورا مرستیالانواو کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات اود پنځمي ناحیې ولسي مشرانو یې ملتیا کول.

د اقتصاد وزیري ډاګټر کریمې حامد فاریابي خوښي وښوول چی په کندهار ښار کښي یوه اساسي پروژه سرته ورسول هغې د دې پروژې د تطبیق ترڅنګ دنورو پروژو د عملي کولویادونه هم وکړه، کندهار والي الحاج روح الله خانزاده له ښاریانو وغوښتل د سړکانو په ساتنه او پالنه کي پاملرنه زیاته وکړئ هغه د عام المنفعه پروژو سرته رسول د ښار او ښاریانو لپاره یو مثبت ګام یاد کړ او په ساتنه کي یې دخلګو رول مهم وبلۍ کندهار والي د اقتصاد وزیري څخه وغوښتل چي راتلوونکي کښي پخپلو انکشافي پلانونو کي دې ولایت ته توجه زیاته وکړئ،همدارنګه کندهار والي وویل حاجي عزیز ساحه هغه ساحه ده چي تر ډیره بې ځایه سوي او مهاجر خلګ پکښي زیات اوسیږي هغه له کندهار ښاروالۍ څخه مننه وکړه چي یاده پروژه یې په ښه ډول سره تطبیق کړه.

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات په یادو مراسیمو کي د پنځمي ناحیې خلګو ته دمبارکۍ ویلو تر څنګ وویل د نړیوال بانګ په مرسته د میربازار سړک، یکلینګ سړک را وروسته اوس دا دی د حاجي عزیز سړک ګټي اخیستني ته سپارل کیږي یاد سړک چي ۹۲۴ متره اوږدوالی

۱۲ متره بر لري

د سړک په اوږدو کي دوه پلچکه لري

همدارنګه د سړک دواړو طرفونو ته چرۍ او د سړک په مسیر کي هري کوڅې ته پلچک جوړسوی دی

همدارنګه د سړک دواړو خواوته د پیاده تګ لاره او د ۱ متر په عرض شنه ساحه

هم په نظر کښي نیول سوې ده.

Kandahar Municipality

،پر یاده پروژه باندي مبلغ/ ۲۹،۵۷۵،۸۳۰-نه ویشت میلیونه،پنځه سوه پنځه اویازره،اته سوه دیرش افغانۍ لګښت راغلی دی.

چي د جهاني بانګ له لوري ورکول سوی دی او د کارموندني EZ-KARبارنامې له طریقه چي د اقتصاد وزارت له خوایې چاري پرمخ وړل سوي دي په اساسي او معیاري توګه سره تطبیق سوه همدارنګه یاده پروژه د اوومیاشتو په موده کي ګټي اخیستني ته و سپارل سول چي ورباندي ۴۲۰۰ کاري ورځي مسلکي او غیري مسلکي کارکونکو کار کړی دی

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات داقتصاد وزارت څخه د منني ترڅنګ وویل چي په دې برخه کښي یې زیاته همکاري کړې ده او د دوی له غټو پروژو څخه اوله غټه پروژه ده چي تکمیل سوې ده کندهار ښاروال د اقتصاد وزارت څخه و غوښتل چي د هغه نورو پروژو کوم چي کندهار ښاروالۍ ورته استولي دي هم خاصه توجه وکړي،کندهار ښاروال وویل کندهار ښاروالۍ ژمنه ده چي د هغه نورو پروژو دتطبیق لپاره به هم په اساسي او معیاري توګه سره کار وکړي او په ښه معیاري توګه سره به یې سرته ورسوي.

د سیمي اوسېدونکو هم د کندهار ښاروالۍ دا ګام وستایه او د خپله طرفه یې ددې سړک د ساتني او ورته د پاملرني ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د حاجي عزیز سړک پروژه ګټې اخیستني ته وسپارل سول.