د حکومتولۍ او بشري سرچینو اونۍ په ترڅ کي د ولسي تړون اړوند ۱۰۰۰ پروژې پرانیستل سوې

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۹:۲۳
د حکومتولۍ او بشري سرچینو اونۍ په ترڅ کي د ولسي تړون اړوند ۱۰۰۰ پروژې پرانیستل سوې

دغه مراسم چي پرون سه شنبه له غرمې مخکي په جمهوري ریاست ماڼۍ کي ترسره سول، پکښي د هیواد جمهور رئیس محمد اشرف غني، لومړي مرستیال امرالله صالح، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې رئیس شمیم خان کټوازي، د کابینې یو شمېر غړو او د ویډیو کنفرانس له لاري وصل د کندهار والي الحاج روح الله خانزاده کندهار ښاروال انجنیرمحمد رفیع حیات او ولایتي ادارې یو شمیر مسؤلینو په شمول د ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو مسؤلینو هم ګډون کړی وو.

جمهور رئیس غني د یادو پروژو د پرانیستلو په اړه د مبارکۍ ترڅنګ وویل: د خوښۍ ځای دی چي نن د هېواد په څلورو ولایتونو کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار کي زر پروژې ګټي اخیستو ته چمتو دي.

د حکومتولۍ او بشري سرچینو اونۍ په ترڅ کي د ولسي تړون اړوند ۱۰۰۰ پروژې پرانیستل سوې

جمهور رئیس غني زیاته کړه: ولسي تړون وسیله نه ده، بلکي د ولسواکۍ ښکارونديي کوي، زموږ د جمهوریت وجودي فلسفه دا ده چي هر افغان د ګډون، مشارکت، نظر او د مدیریت کفایت لري؛ نو د یو ازاد افغانستان لپاره داسي پروګرام ته اړتیا وه چي ټول په کښي ځان وګوري.

ولسمشر وړاندې وویل د جمهوریت قضاوت زموږ په خدمتونو، اخلاقو او د ژمنو شفافیت کي دی. ټول باید سره لاس ورکړو او نړۍ ته ښکاره کړو چي دا مرحله راتلونکې وه او دې امتحان کي به بریالي کېږو.

په دې غونډه کي دغه راز د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې رئیس شمیم خان کټوازي خبري وکړې، هغه وویل: نن ډېر د خوښۍ ځای دی چي په څلورو لویو ښارونو کي د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کي د زرو بشپړ سويو پروژو څخه د زیاتو پروژو د تکميلېدو شاهدان یو او د بشپړېدو مراسم یې لمانځو.

ښاغلي کټوازي وویل چي د ولسي تړون ملي پروګرام موخه د ولس او حکومت ترمنځ یو ګډ هوکړه لیک دی چي خلګ له دولت سره لا نژدې کړي.

د نوموړي په وینا په څلورو لویو ښارونو کي ۸۵۰ شوراګاني او ۱۷۵ ګذرونه جوړ سوي او د زرو بشپړ سویو پروژو څخه زیاتي پروژې پلي سوي چي تر اوسه پوري ټولټال ۵.۶ میلیارده افغانۍ بوديجه مصرف سوې چي له دې ډلي څخه نژدې یو میلیارد افغانۍ په خپله خلګو برخه او سهم ورکړی دی.

د زرو (۱۰۰۰) بشپړ سویو پروژو له ډلې څخه ۵۳ د برېښنا شبکې جوړي سوي، ۴۷ د اوبو رسوني پروژې، ۶ لوی پارکونه، ۸۴۷ د سړکونو، د کوڅو کانګرېټ کولو او د لښتیو پروژې او ۱۱۸ پروژې د ښځو د اقتصادي او ژوند ښه کولو پروژې دي.

سه شنبه، ۱۴۰۰/۱/۳۱

د حکومتولۍ او بشري سرچینو اونۍ په ترڅ کي د ولسي تړون اړوند ۱۰۰۰ پروژې پرانیستل سوې د حکومتولۍ او بشري سرچینو اونۍ په ترڅ کي د ولسي تړون اړوند ۱۰۰۰ پروژې پرانیستل سوې د حکومتولۍ او بشري سرچینو اونۍ په ترڅ کي د ولسي تړون اړوند ۱۰۰۰ پروژې پرانیستل سوې

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د حکومتولۍ او بشري سرچینو اونۍ په ترڅ کي د ولسي تړون اړوند ۱۰۰۰ پروژې پرانیستل سوې