د داوطلبۍ خبرتیا

ناپیژنده (not verified)

Publish Date

Closing Date

د ولسي تړون پروګرام د کندهار ښار د ۷م ناحیې د احسان ګذر د پروژې اعلان

د ولسي تړون پروګرام د ۷م ناحیې اړوند د احسان ګذر د څښلو د پاکو اوبو د یوې حلقې ژور څاه او نورو اړوند فعالیتونو پروژه د ګذر د پرمختیايې شورا لخوا اعلان ته سپارل کیږي. علاقمند او پر شرایطو برابر ساختماني شرکتونه دي په لاندي لینک کي موجود د دواطلبۍ اړوند اسناد تر لاسه کي، عمده فعالیتونه دي مطالعه کي او د لیکل سويو لارښوونو او شرایطو په نظر کي نیولو سره دي خپل اسناد او نرخ پاڼي چمتو کي او پر ټاکل سوې نیټې او موقیعت دې د ذکر سوي ګذر او ذیدخلو ادارو څخه جوړي سوي تدارکاتو کمیټې ته وسپاري.

هغه ساختماني شرکتونه چی پر شرایطو برابر وي، کولای سي د ۱۳۹۹ کال د میزان ۲۱ څخه بیا د میزان دمیاشتي تر ۲۴م نیټې پوري د پروژي اړوند اسناد د لاندي ذکر سوي بریښنایي ادرس (انټرنټي لینک) څخه تر لاسه (ډاونلوډ) کړي.

1. د داوطلبانو لپاره شرایط او معلومات

2. د پروژې آفر پاڼي (د نرخونو د وړاندیزبلنه)

3. د پروژی تخنیکي پروفایل

د پروژو داوطلبي به د ۱۳۹۹ کال د میزان پر ۲۴ نیټه یعني د 2020 کال د اکتوبر د میاشتي پر 15 م سهار پر 9:30 بجې سهار د کندهار ښاروالۍ مقام د مشورتي شورا په دفتر کي ترسره کیږي. داوطلب ساختمانی شرکتونه دي غوښتل سوي مکمل اسناد او آفر پاڼي (نرخ پاڼي) د داوطلبي په ورځ په ټاکلې وخت د افر خلاصونې او ارزیابې کمیټې ته په بند پاکټ کې وړاندی کړي. د داوطلبی په پایله کې له ګټونکي ساختماني شرکتونو سره د ګذر شوراګانو له خوا د پروژو قرارداد لاسلیک کیږي.

نوټ:

په داوطلبي کي ګډون کونکي شرکتونه مکلف دي چې خپله نرخ پاڼه (آفر پاڼه) په مسلکي او دقیق ډول ډکه کړي او هم په شرط پاڼه کي ذکر سوي شرایط ۱۰۰ فیصده علمي کړي، د ستونځو او اشتباهو په صورت کی د تدارکاتو او ارزیابۍ کمیټه حق لري چې هغه شرکتونه د دواطلبۍ د پروسې څخه خارج کي چې اسناد یا محاسبه یې نیمګړې وي.

د اسنادو تر لاسه کولو له لاندي لینک کلیک کئ!

http://www.mediafire.com/file/310ythhguvndoet/PD...

More tenders

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۱:۵
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ خبرتیا!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د لسمي ناحیې مربوط د شرقي لین په هډه کښي دوهم نمبر کوچنئ هوټل د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي.

ټول هغه اشخاص چي غواړي په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د څوارلسمي ناحیې مربوط د میرویس او احمد شاهي مارکېټ مخته د وسایطو پارکینګ په مورد محترم محمد حکیم د محمد اکبر زوی د شرطپاڼي مطابق دیوه کال لپاره په اجاره مبلغ / . . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۹:۵۴
Background image

د دواطلبۍ اعلان!

د کندهار ولايت ارغنداب ولسوالۍ ښاروالي غواړي، چي خپل ملکيت د بابا صاحب پارکینګ د شرط پاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکړي.

هغه اشخاص چي د ذکر سوي پارکینګ . . .

Back to tenders