د دوهمي ناحیې د ۲، ۳ او ۴ ګذرونو لپاره د طرزالعمل سره سم د ګذر وکیلان وټاکل سول

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۸:۲۱
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالي له خوا د ټاکل سوي کمېټې په شتون کي د دوهمي ناحیې د ۲، ۳ او ۴ ګذر له پاره د طرزالعمل سره سم انتخابات تر سره کړه چي دوهم ګذر ته حاجي محمد یوسف کاندید و د ۲۹ تائید رایو (صفایي کتابچو) په درلودلو سره یې د دوهم ګذر وکالت ته لاره پیدا کړه او درېیم ګذر ته حاجي عبدالاحد کاند و چي د ۴۵ تائيد رایو (صفایي کتابچو) په درلودلو سره د درېیم ګذر وکالت ته لاره پیدا کړه او څلور ګذر ته بسم الله کاندید و چي په ۲۵ تائید رایو (صفایي کتابچو) د ګذر وکیل وټاکل سو، د کمېټې غړو ټولو وکیلانو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ د ښاروالي او ښاریانو تر منځ د ښې همږغۍ او کلکي همکاري یاداوري ورته وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۴
Background image

دشپږمي ناحیې اړوند، په څلورم ګذر کي دیوې کوڅې د رغولو کار جريان لري!

کندهار ښاروالي دخپلو انکشافي فعالېتونو په دوام سره داځل د ښار په شپږمه ناحیه، څلورم ګذر، د لخشک په سيمه کي د یوې کوڅې د رغولو چاري په اساسي ډول راپيل کړي دي.

یاده کوڅه چي اوس مهال ئې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي ديو کانال او سړک د رغولو کار جريان لري

کندهار ښاروالي د ښار په ديارلسمه ناحيه، دريم ګذر، د ميرزا احمد خان په کلاچه کي د يو کانال او سړک د رغولو چاري راپيل کړي دي.

کانال تقريبا ۳۳۷ متره اوږدوالی، دوه نيم متره بردوالی او دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

کندهار ښار کي د سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو ناحيوو کي د ۵۰۰۰ متره مربع سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل کړې.

دغه پروژه چي اوس فعلا يې چاري راپيل سوې د ښار په مختلفو ناحيوو کي به هغه سړکان. . .

BACK TO NEWS