د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې د ښاروالیو معین د ولسي تړون ملي برنامې له مسولینو سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۸:۲
Kandahar Municipality

د سې شنبې په ورځ وروسته له غرمې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې د ښاروالیو چارو معین د ولایت مقام د مرستیال عبدالحنان منیب او کندهار ښاروال انجینرمحمد رفیع حیات په ملتیا د ولسي تړون ملي برنامې له مسؤلینو سره وکتل او پر مهال یې په کندهار ښار کي د ولسي تړون پروګرام اړوند ستونزو په اړه ورڅخه معلومات وغوښتل.

د غونډي په پیل کي کندهار ښاروال انجینر محمدرفیع حیات وویل، په کندهار کي د ولسي تړون پروژې ډیري ښه رواني دي، چي د ۲۰۰ شوراګانو پروژې تطبیق سوي او د ۱۰۰ هغو چاري عملاً جریان لري او په خبره یې ډیري کمي پروژې سته، چي تخنیکي ستونزي لري، ولي د حل لپاره یې مکملي هڅي رواني دي.

حیات وویل، چي د ولسي تړون برنامې په یوه برخه کي د ټولنیزو او چاپیریالي برخو فورمې موجودي دي، چي د تولنیز اړخ فورمې یې باید عام خلک ډکي کړي، تر څو د ولس رضایت ددې لاري معلوم سي او همدارنګه چاپیریالي برخه کي هم د ولایت مقام رهبرۍ د قاطعیت له مخي په ښار کي د زرغونو ساحو د ساتني پراخي هڅي او ملاتړ موجود دي، تر څو زرغونې ساحې خوندي سي او هیڅ ډول بې پروایي ونه سي.

د ښاروال په خبره، ۳۱۸ پروژې په شوراګانو او ۱۰۹ پروژې په ګذرونو کي موجودي دي، چي ۲۲۲ پروژې بشپړي سوي او نوري د تطبیق په حال کي دي.

د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال عبدالحنان منیب د خپلو خبرو پر مهال وړاندیز وکړ، چي د ولسي تړون په چوکاټ کي بیخي ډیر کار سوی او لا هم پروژې رواني دي او لازمه یې وګڼل، چي د یادو پروژو څخه عام ولس خبر سي، نو په همدې موخه یې د ولسي تړون برنامې له مسؤلینو وغوښتل، چي د ولس په خبرولو کي هم هڅي وکړي او د دوی لپاره د ترسره کیدونکو خدماتو په اړه باید معلومات ولري.

وروسته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې د ښاروالیو چارو معین روح الله نیازي د خپلو خبرو پر مهال وویل، چي کندهار ته د راتګ موخه یې د ولسي تړون پروژو څخه څارنه او د ولس د رضایت ارزیابي کول دي او په خبره یې غوښتل یې معلومه کړي، چي د خلکو سره ددې پروګرام اړوند څه ډول تصور موجود دی، تر څو د مثبتي نتیجې د ترلاسه کولو وروسته مرکز کي تمویلوونکي ادارې دې ته وهڅوي، چي په یاده برخه کي نوره همکاري وکړي.

ښاغلي نیازي وویل، چي کندهار ښاروالي د پروژو په تطبیق کي د ولسي تړون سره ښه همږغي ساتلې او تر اوسه د جدي ستونزي نښه نه لیدل کیږي.

هغه د خبرو په دوام یادونه وکړه، چي د پروژو اړوند باید په ډیره ساده توګه د ولسونو سره معلومات شریک سي، تر څو ولس د پروژو اړوند مکمل معلومات ولري.

ښاغلي نیازي یادونه وکړه، چي پروژې باید داسي وي، چي ډیرو خلکو ته د ډیر وخت لپاره ګټه ورسوي او خلک باید ورڅخه رضایت ولري، تر څو د حکومت اعتبار د خلکو په منځ کي ډیر سي او خلک په خپل حکومت باور وکړي.

په غونډه کي پر یو شمیر نورو موضوعاتو هم خبري وسوې او د دوه اړخیزو همکاریو ډاډ وړاندي سو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې د ښاروالیو معین د ولسي تړون ملي برنامې له مسولینو سره وکتل