د لسمي ناحیې د ګذرونو لپاره د طرزالعمل سره سم وکیلان وټاکل سول.
د کندهار ښاروالي لخوا ټاکل سوي کمیټې دمعیاري ګذرونو د جوړولو سره سم د لسمي ناحیې ګذرونو لپاره د وکیلانو ټاکني وکړې او دطرزالعمل سره سم د یادي ناحیې ګذرونو ته وکیلان وټاکل سول.
د کندهار ښاروالي دښاري حکومتولۍ رئیس د ناحیو ګذرونو ته د وکیلانو دټاکلو په مورد هغه طرزالعمل تشریح کړ کوم چي یو وکیل سنګه کولای سي د ناحیې وکالت ته لاره پیدا کړئ وروسته د کمیټې د غړو په شتون کي ټاکني وسوې د طرزالعمل سره سم د لسمي ناحیې اول ګذر ته حاجي باچاګل او محمد ابراهیم نوماندان وه چي حاجي باچاګل وکولای سوای ۱۵۱ تائد رایو (صفایي کتابچو)په درلودلو سره د لومړی ګذر وکالت ته لاره پيدا کړي ، دوهم ګذر لالی افغان او سیدمحمد نوماندان وه چي سید محمد د ۱۵۷تائد رایو (صفایي کتابچو) په درلودلو سره وکولای سوای د دوهم ګذر وکالت وګټي څلورم ګذرته نقیب الله چي سیال یې نه درلودۍ په ۹۲تائد رایو (صفایي کتابچو ) په درلودلو سره وکولای سوای د څلورم ګذر وکالت وګټي وروسته د کندهار ښاروالي لخوا د ټاکل سوي کمیټې غړو ورته دمبارکی ویلو ترڅنګ دکندهار ښاروالي سره د دوامداره همکاريو هیله وکړه او د دوی رول یي دښاروالي سره په همکاري کي اړین وبلۍ