د معززو ښاریانو شکایتونه وڅېړل سوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۰ - ۸:۲۲
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالي د شکایتونو د برسۍ کمېټې غړو خپله پنځلس ورځنۍ ناسته داسي مهال وکړه چي مرستیال ښاروال، د ښاري حکومتولۍ رئیس، سکټوري او تخنیکي رئیس، د عوایدو، محاسبې او اداري چارو رئیس حضور درلودل د ګرانو ښاریانو یو شمېر شکایتونه چي د تنظیف، سرسبزي، ولسي تړون، د ملکیت سند او په ښاروالي کي داخل د بانګ د یوې فعاله څانګي څخه سوي وه، نن د شکایتونو د برسۍ کمېټې له لوري یاد ټول شکایتونه برسي سوه، حل او فصل په منظور یې اړوندو مسؤلینو ته لازمي سپارښتني وکړې.

مرستیال ښاروال حاجي محمد نسیم رضایي وویل د ښاریانو شکایتونو ته وخت ورکوي او په هروپنځلس ورځو کي ورته لاس رسی کوی، تر څو د ښاریانو شکایتونو ته پر وخت جواب ویل سوی وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د معززو ښاریانو شکایتونه وڅېړل سوه