د ملاعالم اخوند د کلي اوسېدونکو د کندهار ښاروال سره په لیدنه کي یوشمیر مشکلات شریک کړه.

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۲:۱۰
د ملاعالم اخوند د کلي اوسېدونکو د کندهار ښاروال سره په لیدنه کي یوشمیر مشکلات شریک کړه.

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د خپل کار په د فتر کي د ۱۴ناحیې اړوند د ملاعالم اخوند د کلي د اوسېدونکو سره د دوی پر ستونزو بحث وکړ.

د ۱۴ناحیې د ملاعالم اخوند د کلي ځایي مشرانو په یاده سیمه کي دبیارغوني څخه یادونه وکړه ترڅو د ښاروالۍ لخوا ورته دنورو ناحیو په څېر اساسي بیارغونه وسي،او ددوی موجوده ستونزي کوم چي تر ډيره د بیارغوني پروژې دي باید ورته توجه وسي ،کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د دوی سره په خبرو کښي وویل داچي ۱۴ناحیې په تیرو وختونوکي له بیارغوني څخه پاته وه هڅه اوکوښښ یې وکړ ترڅو د کارموندني پروګرام کندهار ښار را وړي او ۱۴ناحیې یې یوه برخه وګرځوي د ښاغلي حیات په خبره په ۱۴ناحیه کښي به د کارموندي پروګرام پیل کړي او پرمهال به یې اساسي او بنسټيز خدمات د ناحیې اوسېدونکوته برابرکړي، همدا رنګه کندهار ښاروال له ځایي ورغلو مشرانو څخه غوښتنه وکړه چي تاسو شوراګاني د دې پروګرام د لاري باید جوړي کړي،ولي توجه مو باید زیاته پر دې وي چي مخلص ،پاک او په کار پوه خلګ د شوراګانو د لاري انتخاب کړي ترڅو دا د کارموني پروګرام په ښه توګه سره پلی سي او ښه نتیجه ورکړي همدا ډول کندهار ښاروال وویل د متوازني پراختیا په اساس په ټولوناحیو کي ښاري خدمات محیاکوي ولي لومړیتوبونه به هغه ناحیو ته ورکړي کوم چي په تیرو وختونو کي دبیارغوني څخه پاته سوي وې.
 

د ملاعالم اخوند د کلي اوسېدونکو د کندهار ښاروال سره په لیدنه کي یوشمیر مشکلات شریک کړه. د ملاعالم اخوند د کلي اوسېدونکو د کندهار ښاروال سره په لیدنه کي یوشمیر مشکلات شریک کړه.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د ملاعالم اخوند د کلي اوسېدونکو د کندهار ښاروال سره په لیدنه کي یوشمیر مشکلات شریک کړه.