د هیواد دښاروالیوچارو معین روح الله نیازي چي دیوه پلاوي په ملتیا کندهارښارته راغلی دی دکندهارښاروالي دشعباتو اومعلوماتومرکزڅخه یې لیدنه وکړه.
دښاروالیوچارو معین روح الله نیازي دیوه پلاوي په ملتیا چي کندهارښاروال انجنیر محمد رفیع حیات او دولایت مقام مرستیال حاجي عبدالحنان منیب یي هم ملتیا کول دښاروالي معلوماتي مرکزڅخه لیدنه وکړه ،به معلوماتي مرکزکي یي دمراجعینو حالت ولید او دکندهارښاروالي مربوطه شبعات یې له نژدې ولیدل هغه دکندهارښاروالي په معلوماتي مرکزکي ښاریانو ته پر وخت دکارونو اجرا کول،بېله ځنډه دهري ښاري مشکل ته رسیده ګي کول او ترڅنګ یې په معلوماتي مرکز کي دښاریانو دهوسایني لپاره ارام چاپیریال دښې ښاري حکومتولي اساسي ګام یاد کړ .
هغه له کندهار ښاروال انجنیرمحمد رفیع حیات او دده دکاري پرسونل څخه مننه وکړه چي پروخت دښاریانو ستونزو ته رسیده ګي کوي ،دکارونو په اجراکښي دفتأ کار کوي او خپلو ښاریانو ته پروخت ښاري خدمات محیا کوي .
په معلوماتي مرکز کي دکندهارښاروال لخوا په هره برخه کي دښاروالیو چارو معین ته معلومات ورکول کېده.