د ولسي تړون پروګرام د کندهار ښار د ګذرونو د پروژو اعلان

ناپیژنده (not verified)

Publish Date

Closing Date

د ولسي تړون پروګرام د کندهار ښار د ۱۳م ناحیې دهوډ ګذر، ۸م ناحیې د پاڼه ګذر او ۱۲نم ناحیې دساحل ګذر، د انکشافي شوراګانو د پروژو ټولي ساختمانی چاری د اړونده شوراګانو لخوا د پروګرام د اصولو له مخي په قرارداد ورکول کیږي، تفصیل يې په لاندي ډول دي.

د هوډ ګذر د پروژې عمده فعالیتونه:

1. سړک اندازې: ( طول: 247 متره، عرض 8 متره)

2. چرۍ: ( طول: 247 متره، عرض 0.7 متره )

3. بکس پلچکونه (تعداد: 3 ، طول 8.3 متره، عرض 1 متر)

4. کانال جوړل (طول: 414 متره، عرض 5.5 متره ، ارتفاع 1.4 متره)

5. سلبونه مختلف سایزونه : (تعداد: 171)

د پاڼي ګذر د پروژې عمده فعالیتونه:

1. سړک: ( طول: 1199 متره، عرض 6 متره )

2. استنادي دیوال : (طول 400 متره، عرض 1.6 متر، ارتفاع 1.7 متره)

3. سلبونه مخلتف سایزونه : (تعداد: 212)

4. چرۍ مختلف سایزونه (طول: 1244 متره)

د ساحل ګذر د پروژې عمده فعالیتونه:

1. سړک: ( طول: 665 متره، عرض 8 متره )

2. کازوې یا واش جوړول ( طول: 7.22 متره، عرض 8 متره )

3. بکس پلچکونه (تعداد: 2 ، طول 8.3 متره، عرض 1 متر)

4. کانال جوړل (طول: 450 متره، عرض 2.6 متره ، ارتفاع 1 متره)

5. سلبونه مخلتف سایزونه : (تعداد: 540)

6. چرۍ (طول: 270 متره ، عرض 0.8 متره)

هغه ساختماني شرکتونه چی پر شرایطو برابر وي، کولای سي د ۱۳۹۹ کال د سنبلې 31 څخه بیا د میزان دمیاشتي تر 6م نیټې پوري د پروژي اړوند اسناد د لاندي ذکر سوي بریښنایي ادرس (انټرنټي لینک) څخه تر لاسه (ډاونلوډ) کړي.

1. د داوطلبانو لپاره شرایط او معلومات

2. د پروژې آفر پاڼي (د نرخونو د وړاندیزبلنه)

3. د پروژی تخنیکي پروفایل

4. Technical Specification 4000

د پروژو داوطلبي به په پرله پسي ډول د ۱۳۹۹ کال د میزان پر 6 نیټه یعني د 2020 کال د سپټمبر د میاشتي پر 27 م سهار پر 9 بجې د کندهار ښاروالۍ مقام د مشورتي شورا په دفتر کي ترسره کیږي. داوطلب ساختمانی شرکتونه دي غوښتل سوي مکمل اسناد او آفر پاڼي (نرخ پاڼي) د داوطلبي په ورځ په ټاکلې وخت د افر خلاصونې او ارزیابې کمیټې ته په بند پاکټ کې وړاندی کړي. د داوطلبی په پایله کې له ګټونکي ساختماني شرکتونو سره د ګذر شوراګانو له خوا د پروژو قرارداد لاسلیک کیږي.

نوټ:

۱. هغه شرکتونه چې د اول ځل لپاره د ولسي تړون د پروګرام په داوطلبۍ کي ګډون کوي، مکلف دي چې د پورته ذکر سويو مواردو په نظر کي نیولو سره سره ، د خپلو ساختماني شرکتونو اصلي جواز، د کندهار ښاروالۍ لخوا ورکړل سوی اصلي جواز او د ترسره کړي مشابه پروژې اصلي قرارداد د آفر سپارلو سره یو ځاي، کمیټې ته تسلیم کړي.

۲. په داوطلبي کي ګډون کونکي شرکتونه مکلف دي چې خپله نرخ پاڼه (آفر پاڼه) په مسلکي او دقیق ډول ډکه کړي او هم په شرط پاڼه کي ذکر سوي شرایط ۱۰۰ فیصده علمي کړي، د ستونځو او اشتباهو په صورت کی د تدارکاتو او ارزیابۍ کمیټه حق لري چې هغه شرکتونه د دواطلبۍ د پروسې څخه خارج کي چې اسناد یا محاسبه یې نیمګړې وي.

د اسنادو تر لاسه کولو له لاندي لینک کلیک کئ!

http://www.mediafire.com/file/9pl4tprxkg8y47m/file

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۹:۳۴
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د لسمي ناحیې مربوط د شرقي لین په هډه کښي دوهم نمبر کوچنی هوټل د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي.

ټول هغه اشخاص چي غواړي په . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۹:۱۷
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

کندهار ښاروالي غواړي چي د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د ترانسپورټ مديريت اړوند د مختلف النوع وسايطو لپاره د ټيرونو او بطړيو د خريدارۍ قرارداد عقد کړي، ټول هغه شرکتونه چي د ياد قرار داد د سرته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۱:۵
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ خبرتیا!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د لسمي ناحیې مربوط د شرقي لین په هډه کښي دوهم نمبر کوچنئ هوټل د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي.

ټول هغه اشخاص چي غواړي په . . .

Back to tenders