د ١٢مې ناحيې په ځلاند ګذر کي د ۱۴۸۱ متره په اوږدوالي اسفالټ سړک ګتي اخیستني ته وسپارل سو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۸:۱۲
Kandahar Municipality

د سې شنبې په ورځ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې د ښارواليو چارو معین روح الله نیازي، د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب، کندهار ښاروال انجینر محمدرفیع حیات او یو شمیر نورو مسؤلینو په ملتیا یاد سړک د پټۍ په پریکولو پرانیست، چي پر مهال يې د سیمي قومي مشرانو او د ولسي شوراګانو مسؤلینو هم ګډون کړی وو.

د پټۍ پریکولو وروسته کندهار ښاروال انجینرمحمد رفیع حیات وویل، هڅي يې پیل کړي، چي د ښار په ټولو ناحیو کي متوازن انکشاف ته پراختیا ورکړي او د همدي هڅو په لړ كي د ښار په ۱۲مه ناحیه کي د ښاروالۍ خدمات پراختیا مومي، تر څو ولس د ګڼو پروژو څخه برخمن سي.

ښاغلي حیات زیاته کړه، د ۱۲مې ناحیې د ځلاند ګذر سړک لومړۍ برخه د ۱۳۰۰ متره طول او ۸ متره عرض او دوهمه برخه یې ۱۱۲ متره طول او ۱۱ متره عرض لري، چي اسفالټ چاري يې په ١٤٤ ورځو کي بشپړي سوي او تر څنګ يې د ۱۱۲ متره په عرض ګانګریټي چرۍ هم ورسره بشپړه سوه، چي ۱۲ میلیونه ۶۰ زره افغانۍ ورباندي لګښت راغلي او ۴۰۴ تنو مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته پکښي د کار زمینه مساعده سوې وه.

هغه یادونه وکړه، دا مهال په ۱۲مه ناحیه کي یوه لویه د اوبو شبکه هم جوړیږي، چي په مرسته به یېد څښاک پاکو اوبو ستونزه تر ډيره پوري حل سي.

کندهار ښاروال د ښاریانو څخه وغوښتل، چي د صفايي ټکس پر وخت تحویل کړي، تر څو په ښار کي نوري پروژې هم پر وخت تطبیق سي.

د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب د ولسي تړون پروژې څخه مننه وکړه، چي خلکو ته په ګڼو برخو کي اساسي خدمات وړاندي کوي او غوښتنه يې وکړه، چي مرکزي اداره دي ورته نوري پروژې هم تطبیق کړي، تر څو په ناحیو کي اساسي برخو کي اسانتیا رامنځته سي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي ادارې د ښارواليو چارو معین روح الله نیازي په خپلو خبرو کي د سیمي د ولسي مشرانو څخه د دا ډول پروژو د اهمیت پوښتنه وکړه، د هغوي رضایت يې ځانته معلوم کړ او تر مثبت جواب ترلاسه کولو وروسته يې د سیمي له مشرانو وغوښتل، چي د ورته پروژو څخه دوامداره نظارت وکړي، تر څو د دا ډول پروژو عمر ډیر سي او تر ډيره وخته

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د ١٢مې ناحيې په ځلاند ګذر کي د ۱۴۸۱ متره په اوږدوالي اسفالټ سړک ګتي اخیستني ته وسپارل سو