د چاپېریال ساتني ملي ادارې پلاوو د ۱۵ ناحیو د ګذر له وکیلانو اوصنفي اتحادیې له استازو سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۸:۲۹
Kandahar Municipality

نن دکندهار ښاروالي د شهید حمیدي صاحب د غونډو په تالار کي د چاپېریال ساتني د عمومي ادارې څخه د چاپیریال ساتني د ارزولو په موخه راغلي پلاوو د ولایت مقام مرستیال ښاغلي فیصل شېرزی، کندهار ښاروال انجنیر محمد رفېع حیات په ګډون ګڼ شمېر د ناحیو د ګذرونو وکیلانو، د کسبه کارانو استازو او مخورو سپین ږیرو ګډون کړی وو.

د غونډي لومړی ویناوال کندهار ښاروال انجنیر محمد رفېع حیات و چي د کابل څخه راغلي مېلمنو او ګډون والو ته یې ښه راغلاست ووایه او د دوئ څخه یې مننه وکړل چي کندهار ته یې خاصه پاملرنه کړې ده.

کندهار ښاروال د ناحیو د ګذر وکیلانو څخه غوښتنه وکړه چي دهوا، اوبو، او خاوري د ککړتیا په برخه کښي چي کومي عمده او اساسي پوښتني لرئ کولای سئ د اړوند مسؤلینو سره یې مطرح کړئ.

وروسته د ولایت مقام مرستیال فیصل شېرزي خبري وکړې او پر مهال یې د غونډي ګډون والو ته وویل چي ښاریان دي د ښاروالي سره همکار پاته سي او خپل د ښار په جوړولو او پاک ساتلو کي دي مرسته وکړي.

د ښاغلي شېرزي په خبره کندهار ولایت مقام ژمن دی چي د سکټوري ریاستونو تر منځ کلکه همږغي رامنځته کړي تر څو په ښار کښي بنسټيزي حیاتي او پرمختیایي پروژې په ښه توګه سره عملي سوي وي، د ښاغلي شېرزي په خبره د کندهار ښاروالي وروستي پرمختګونه او رواني رغنیزي چاري ښه ارزوي او د چارو د ښه پر مخ وړلو په عرصه کښي ورسره پوره همکاري کوي.

د کابل څخه راغلي پلاوو ډیپلوم انجنیر نیک محمد د خبرو په جریان کي وویل چي په ښار کي باید د هغو فعالیتونو مخه ونیول سي چي د چاپیریال د ککړتیا سبب کېږي، باید د هوا او اوبو د ککړتیا د مخنیوي په موخه پوره کار وسي، او په دې برخه کي دولت او ملت دواړه باید په ګډه مبارزه وکړي.

نوموړي زیاته کړل چي د هوا د ککړتیا حد اکثر کچه ۱۵۰ درجې ده خو په کابل، کندهار، هرات، کندز، مزار شریف او نورو سرد سېر او ګرم سېر ولایتونو کي په ژمي کي حتی ۴۵۰ درجو ته د هوا د ککړتیا کچه لوړېږي.

انجنیر نیک محمد داسي وویل "موږ د هوا او اوبو د ککړتیا د کچي معلوملو دوه عدده ماشینونه د ځان سره راوړی دي چي ډېر ژر به د چاپیریال ساتني او اوبو رسولو ریاست ته وسپارل سي".

د غوڼدي په پای کي د غونډي ګډونوالو خپلي اساسی ستونزي د کابل څخه د راغلو مېلمنو سره شریکي کړې. او هغو د ټولو ستونزو تر اورېدلو وروسته وویل د نننۍ غونډي ټول یاداښتونه به له اړوندو چارواکو سره شریکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۱:۷
Background image

کندهار ښار کي د استنادي دیوال د جوړېدو چاري د پټۍ په پریکولو سره راپیل سوې!

کندهار ښاروالۍ د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر (UNOPS) په تخنیکي همکارۍ او د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۳ ناحیې په ۴ ګذر کښي د استنادي دېوال د رغولو چاري را پیل کړې.

دغه دیوال. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۹:۲۲
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کښي د ٧ کوڅو د اساسي رغولو چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالۍ د يونپس (UNOPS) مٶسيسې په تخنیکي همکارۍ او د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۳ ناحیې په ۸ ګذر کښي د ۷ کوڅو د اساسي رغولو چاري راپيل کړي.

د دغه پروژې د افتتاح په مراسمو کښي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۳
Background image

کندهار ښاروالۍ د اتمي ناحیې اړوند په دوهم ګذر کي د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپیل کړي دي.

کندهار ښاروالي د خپلو پراخو پرمختیايي فعالېتونو په لړۍ کي داځل د ښار په ۸ ناحيه، ۲ ګذر کي د یوې چرۍ په شمول د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپيل کړي دي چي اوس مهال د ابوذر غفاري په سیمه کي د. . .

BACK TO NEWS