د ښاریانو شکایتونه برسي کیږي .
د کندهار ښاروالي مرستیال حاجي محمد نسیم رضایي وایي د کندهار ښاروالي څخه د ښاریانو شکایتونه برسي کوي هغه چي نن یې د خپل کار په د فتر کښي دښاري حکومتولي د رئیس او د شکایتونو د برسي کولو د کمېټې د غړو سره د ښاریانو یو شمیر شکایتونه برسي کول ورته څرګندوني وکړې ،د ښاغلي رضایي په خبره ښاریانو د هر کله په څېر بیاهم په ځينو ښاري برخو کښي ځيني شکایتونه کړي وه چي نن د شکایتونو د برسي کمیټې یادو شکایتونو ته رسیده ګي وکړه او د ښاریانو د شکایتونو د برسي کولو پر مهال یې اړوندو مسؤلینو ته دښاریانو شکایتونه راجع کړه ترڅو په خپله برخه کي اجرات وکړي .