د ښاریانو شکایتونه بر رسي کیږي.
د کندهار ښاروالي د مرستیال حاجي محمد نسیم رضایي تر مشرۍ لاندي د شکایتونو د بر رسۍ مجلس جوړ سو چي پرمهال یې د ښاري حکومتولي رئیس, د عوایدو محاسیبې اداري او مالي چارو رئیس، او سکټوري ریاست مسئولینو او د کمیټې غړو ګډون کړئ وو.
په ننني مجلس کښي د شکایتونو د بر رسۍ کمیټې غړو د ښاریانو شکایتونه بر رسي کړل او اړوندو امریتونو او مدیریتونو ته یې راجع کړل, د کندهار ښاروالي مرستیال حاجي محمد نسیم رضایي وایي د ښاریانو شکایتونه بر رسي کوي او د حل په موخه یې اړوندو مسئولینو ته شکایتونه راجع کوي تر څو پر وخت او زمان د خلګو ستونزو ته رسیده ګي سوې وي.