د ښوونځيو ښاروالۍ د ښاري مسؤليتونو په اړه د عامه پوهاوي کمپاين کوي

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
nabi

کندهار ښاروالي د کندهار ښار د ښوونځيو د ښارواليو کمېټو/ تمثيلي ښارواليو غړو ته د ښاري چاپېريال د پاکوالي او سرسبزي په اړه چمتو سوي د عامه پوهاوي بروشرونه ورکړل، چي د خپلو ښوونځيو زده کوونکو او ټولني ته يې ورسوي. دغه بروشرونه د کندهار ښاروالي له خوا د شهر برنامې په مرسته برابر کړل سوي دي.
کندهار ښاروالي د کندهار په اتو ښاري ښوونځيو کي د ښارواليو کمېټې جوړي کړي، چي موخه يې نوي نسل ته په بنسټيز ډول د ښاري چارو د مديريت او ښاري مسؤليتونو نظري او عملي ښوول دي. دغه کمېټې په رضاکارانه او داوطلبانه توګه په ښوونځيو کي د ښاروالي د مسؤلينو په توګه دنده اجراء کوي، د ښوونځي نورو زده کوونکو ته هم د ښاري مسؤليتونو په اړه پوهاوی ورکوي، خپله هم د ښوونځي د چاپېريال په پاکولو او سرسبزه کولو کي ونډه اخلي او نور هم هڅوي چي د مسؤلو ښاريانو په توګه د خپل ژوند چاپېريال پاک وساتي.
له دغه نوي کمپاين څخه چي د ښارواليو د کمېټو په مرسته پر مخ وړل کېږي، موخه دا ده چي نوی ښاري نسل ښار، ښاريان او ښاروالي او يو د بل په وړاندي د هغوی حقوق او وجائب وپېژني.
تمه ده چي نورو ښاري ښوونځيو کي د دغو کمېټو د جوړولو او نوي نسل ته د ښاري فرهنګ په اړه د پوهاوي له ورکولو سره به په راتلونکي کي کندهار ښار تر ډېره د مسؤلو ښاري اوسېدونکو کوربه وي او د اوس په پرتله به د ښار په وړاندي د ښاريانو د مسؤليت د احساس کچه لوړه وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د ښوونځيو ښاروالۍ د ښاري مسؤليتونو په اړه د عامه پوهاوي کمپاين کوي