د کندهارښاروالۍ تنظیفاتي پرسونل د ژمي په یخنۍ کښي د شپې هم وظیفوي مسؤلیت سرته رسوي.
د کندهارښاروالۍ تنظیفاتي پرسونل د ژمي په یخنۍ کښي د شپې هم وظیفوي مسؤلیت سرته رسوي ترڅو معززه کندهار ښاریان استراحت کي شپه تیره کړئ.
د کندهار ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ امر حبیب الله بشردوست وایي:دوی ژمي ته مخکي لا اماده ګي نیولې وه،داچي د بارانو اټکل سوی دی نو ځکه یې په نوکریوالي توګه سره د ښار عمومي واټونه،چري او اړوندي سیمي تر نظارت لاندي نیولي دي،ترڅو د کندهار ښار معززه ښاریان په استراحت کښي شپه تیره کړئ.