د کندهار مخکني ښاروال حسن حاجي صاحب د مخه ښې او نوي ښاروال حاجي ملا حکمت الله اخوند د معرفت غونډه ترسره سول!

web_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۹:۲۲
ښاروال معرفت غونډه

دوشنبه ۱۸ / ۱۰ / ۱۴۰۲ ه ش کال

د عال/یق/در امیرا/لم/ؤمن/ین شی/خ‌صاحب ح/ف/ظه‌ا/لله د حکم په اساس ملا حکمت الله اخند د کندهار ښاروالۍ د نوي ښاروال په توګه وټاکل سو، چي دوشنبه ئې د معرفت غونډه د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کښي ترسره سول.

د معرفت په دې غونډه کښي د کندهار مرستيال والي الحاج مولوي حيات الله مبارک، د کندهار مخکنئ ښاروال صاحب، مرستیال ښاروال، د ولايت مقام د بشري سرچينو رئيس ، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، د ملي تجارانو د ګډون ترڅنګ د کندهار ښاروالۍ د دریو ریاستونو رئیسانو، د ښاروالۍ او ناحیو آمرانو  هم ګډون درلود.

دغه غونډه چي د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو سره راپیل سوه، په پیل کښي د کندهار ولایت مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک د اس/.ل./ام./ي ام./ارت پر تګلاره، اصولو، او اهدافو باندي رڼا واچول او دا ئې د ټولو مؤمنانو لپاره ډیره اړینه وبلل، چي د اس/.لام./ي ام/.ا/ر.ت ټول اړخونه باید په پوره پيمانه سره وپېژني، ځکه دا د مؤمنانو سره د اسلامي ارشاداتو په عملي کولو کي کومک کوي.

نوي ښاروال معرفت

 

نوموړي په پای کښي د کندهار د مخکني ښاروال ملا نعمت الله( حسن حاجي صاحب) ټول خدمتونه د ستایلو وړ وبلل او د لابریا دعاء ئې وکړل او د نوي ټاکل سوي ښاروال ملا حکمت الله اخند د تیرو خدمتونو او لاسته راوړونو یادونه ئې وکړل او د ښه خدمت ترسره کولو په موخه ئې دعاء ورته وکړل.

ورپسې د کندهار مخکني ښاروال حسن حاجي صاحب ټولو راغلو برخه والو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلو ترسره سوو خدمتونو په اړه ئې خبري وکړې او د ښاروالۍ له پرسونل څخه ئې وغوښتل چي د نوي ښاروال صاحب سره خپله همکاري جاري وساتي.

د کندهار مخکني ښاروال تر وینا وروسته دولایت مقام د بشري سرچينو رئیس د نوي ښاروال د معرفت حکم وټولو برخه والو ته ولوست.

د معرفت د غونډي په جریان کښي د کندهار نوي ښاروال ملا حکمت الله اخند هم د خپلو خبرو په جریان کښي د مخکني ښاروال حسن حاجي صاحب خدمتونه وستایل او زیاته ئې کړل، چي په دې برخه کښي به یو له بل سره په پوره همکاري مخته ځو او ټولي چاري به د شرعي اصولو په رڼا کښي مخته وړو.

د معرفت د غونډې په وروستیو شېبو کښي د کندهار مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال هم د مخکني ښاروال خدمتونه د ستایلو وړ و بلل او نوي ښاروال ته ئې ډاډ ورکړ، چي د شریعت او اصولو سره سم په هره غټه او کوچنۍ خبره کښي ستا اطاعت او فرمانبرداري کوو او درسره همکاره یو.

وروسته نوي ښاروال حاجي ملا حکمت الله اخوند د مسؤليت پر چوکۍ کښېنول سو او د ښه خدمت کولو دعاء ورته وسول.

په درنښت

دکندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار مخکني ښاروال حسن حاجي صاحب د مخه ښې او نوي ښاروال حاجي ملا حکمت الله اخوند د معرفت غونډه ترسره سول!