د کندهار مرکزي ښار د اشتهاري اعلاناتو بیل بورډونو په لومړي داوطلبي...
Publish Date
Closing Date
د کندهار مرکزي ښار د اشتهاري اعلاناتو بیل بورډونو په لومړي داوطلبي کي د صفا اعلاناتو شرکت مسوول محترم قادرشاه د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره په اجاره مبلغ / ۲۳۰۰۰۰۰/ دوه میلیونه درې سوه زره افغانۍ غوښتونکی سوی دی.
هغه اشخاص چي ذکر سوي بیل بورډونه د شرطپاڼي مطابق تر پورته مبلغ په اضافه پیسو غوښتونکي وي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۳۹۹ ه ش کال د عقرب د میاشتي د ۲۷ مي نیټې څخه بیا د قوس میاشتي تر ۱۰مي نیټې پوري د ښاروالۍ مقام د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري شرطپاڼه کتلای سي د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقدآ اخیستل کیږي او د مزایدي داوطلبۍ د جاري کال د قوس د میاشتي په ۱۲ مه نیټه د چهارشنبې په ورځ د سهار پر ۱۱ بجې د تعین سوي هییت په حضور کي ترسره کیږي .
د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمېره اړیکه ونیسئ !
۰۷۰۲۵۲۰۳۸۷