د کندهار په صنعتي پارک کښي د کارخانو څخه نظارت ترسره سو!
د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکيټونو د تنظيم آمريت د نظارت ټيم، د خوړو او درملو ریاست په ګډه همکارۍ
د کندهار ښار ښوراندام صنعتي پارک کښي په تعداد د 5 تولیدي کارخانو څخه نظارت تر سره کړئ چي ایسکریم، یخنک او گلفې يې تولیدول داچي د ژمي موسم ندئ خلاص سوئ، د یخي او ایسکریم استعمال د ماشومانو صحت ته زیان رسوي نو په همدې اساس د پورته ذکر سوو تولیدي کارخانو مسٶلینوته توصیه وسوه چي د حمل تر اولي ورځي پوري دي خپل تولیدات بازار او مارکیت ته نه عرضه کوي تر څو مو ماشومان د ستوني، توري غاړي، ټوخي او سینه بغل ناروغیو څخه خوندي پاته سي.
د کندهار ښاروالۍ
د ويب سايټ مديريت