د کندهار په څلورمه او لومړۍ ناحیه (ارګ) کي د روښان مارکیټ او منیر مارکیټ اساسي ترمیم ترسره کیږي.

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۱:۲۰
د کندهار په څلورمه او لومړۍ ناحیه (ارګ ) کي د روښان مارکیټ او منیر مارکیټ اساسي ترمیم ترسره کیږي.

د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکي ادارې په نوښت او د کندهار ښاروال په هلو ځلو د کندهار ښار په ارګ سیمه کښي د دو مارکیټونو اساسي جوړونه کیږي .

په همدې موخه نن د یادو مارکیټونو له د کاندارانو سره په کندهار ښاروالۍ کښي د عامه پوهاوي په موخه غونډه دایره سوې وه ترڅو د یادو مارکیټونو دکاندارانو ته په دې اړه وضاحت ورکول سي چي کندهار ښاروالۍ د سیمه ایزوارګانونو د خپلواکي ادارې دهمکارۍ په اساس غواړي دا دوه مارکیټونه اساسي ورغوي،په ارګ سیمه کي دوه پخواني مارکیټونه چي (روښان مارکېټ او منیر مارکېټ دی)د لومړي او څلورمي ناحیې اړوند دي، د یادو مارکیټونو د دکاندارانو ترمنځ دوې شوراګاني د مارکېټ د دوکاندارانولخوا جوړیږي چي هري شورا ته دوه لکه ډالره ورکول کیږي او پرمحال به یې یاد مارکېټونه د شورا ګانو لخوا د شته ضرورتونو په اساس اساسي ورغیږي .

لومړی به د مارکیټونو د دکانونو ثبت کیږي ،وروسته به د شوراګانو لپاره انتخابات کیږي او بیا به په اساسي توګه سره د یادو مارکیټونو لپاره د ضرورتونو په نظرکي نیولو سر ه سم چاري مخته ځي د یادو مارکیټونو د اساسي ترمیم کارۍ لپاره کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات له مرکزي ادارې سره یاده موضوع له وخته وخته تعقیب کړې وه او له ښه مرغه جهاني بانګ دې ته زړه ښه کړ چي وکولای سي د یادو مارکیټونو لپاره بودجه منظور کړي.
 

د کندهار په څلورمه او لومړۍ ناحیه (ارګ ) کي د روښان مارکیټ او منیر مارکیټ اساسي ترمیم ترسره کیږي. د کندهار په څلورمه او لومړۍ ناحیه (ارګ ) کي د روښان مارکیټ او منیر مارکیټ اساسي ترمیم ترسره کیږي.

د کندهار په څلورمه او لومړۍ ناحیه (ارګ ) کي د روښان مارکیټ او منیر مارکیټ اساسي ترمیم ترسره کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار په څلورمه او لومړۍ ناحیه (ارګ) کي د روښان مارکیټ او منیر مارکیټ اساسي ترمیم ترسره کیږي.