د کندهار ښآروالۍ اداري غونډه د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب ترمشرۍ لاندي جوړه سوه.
په اداري مجلس کي د کندهار ښاروال تر څنګ د ښاري حکومتولۍ رئيس،دعوایدو،محاسیبې مالي او اداري چارو رئيس،سکټوري او تخنیکي رئیس او د کندهار ښاروالۍ د اړوندو ناحیوامرینواو نورو اړوندو مدیرانو ګډون کړی وو.
اداري مجلس پر لاندي موضوعاتو مفصلي خبري او فیصلې وکړې.
د مهمند روغتون د صفایي محصول،د باقیاتو راټولونه،د بای پاس سړک د ملکیتونو د دربندۍ،د تهیه او تدارکاتو مدیریت د قراردادونو،دښار دپارکینګونو،د تیري اډې د دکانونو،د دست فروشانواولیړۍ والاووپه اړه،د ښار دقصابانوپه اړوند اونورو مهمو موضوعاتو باندي خبري وسوې او داداري مجلس لخوا د هري موضوع په اړوند لازمه پریکړه وسوه وروسته کندهار ښاروال د کارونو دښه ترسره کولو په منظور لازمي سپارښتني وکړې .