د کندهار ښاروالي...
کندهار ښاروالي د خپلو روانو پرمختیایي خدماتو په لړ کي د ښار د اوومي ناحیې اړوند په پنځم (ژمنه) ګذر کي د ۱۴۱۷متره په اوږدوالي اسفالټ سړک جوړوي.
او تر څنګ یې ۱۷۳۰ متره چرۍ جوړوي چي د جوړېدو چاري یې عملأ جریان لري د دې تر څنګ د همدې سړک په مسیر کي ۲۳۰ دانې سلبونه هم په نظر کي نیول سوي دي.
کندهار ښاروالي د ښار په پنځلسو ناحیو کي ښاریانو ته متوازنه پراختیا رامنځته کوي او تر څنګ یې د سیمي اوسېدونکو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده، کندهار ښاروالي د ښاریانو د سهولتونو او ضرورتونو په منظور په کندهار ښار کي اساسي پرمختګونه رامنځته کوي.