د کندهار ښاروالي لخوا د متوازني پراختیا له مخي په ښار کي بنسټيزي پروژې رواني دي .

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۱۱:۴۵
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالي په پرمختیایي بودجه مبلغ/ ۹۵۱۱۵۵۰ افغانۍ باندي د متوازني پراختیا له مخي د ښار په دوهمه ناحیه، څلورمه ناحیه، دیارلسمه ناحیه، نهمه ناحیه، او پنځلسمه ناحیه کښي د چریود اساسي جوړوني ترڅنګ پر چریو باندي د سلبونوجوړولو،سنګ کاري دېوال جوړوني او همدارنګه د کوڅو د کانګریټ جوړوني چاري په اساسي او معیاري توګه سره رواني دي .

د دې ترڅنګ کندهار ښاروالي د ښار په ټولو ناحیو کښي متوازنه پراختیا رامنځته کوي او دښاریانو دسهولت او ددوی ورځني ژوند ته د لا اسانتیاو په منظور پرمختیایي چاري تر سره کوي ترڅو دښار په بنسټیزه برخه کي مثبت تغیر راغلی وي .

کندهار ښاروالي له خپلو معززه ښاریانو څخه هیله لري، د خپلو صفایي ټکسونو اومحصولاتو په تحویل سره دي د ښاروالي په روانو رغنیزو چارو کښي لا چټکتیا راولي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالي لخوا د متوازني پراختیا له مخي په ښار کي بنسټيزي پروژې رواني دي .