د کندهار ښاروالي...
کندهارښاروالۍ په متوازنه پراختیا سره بنسټیزه بیارغونه رامنځته کوي.
کندهارښاروالۍ د خپلو روانو رغنیزو پروژو په لړ کښي د متوازني پراختیا په اساس د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي د ۷۰۰متره په اوږدوالي او ۹ متره په بر سره د یوه سړک اساسي جوړونه ترسره کړه د دې ترڅنګ د یاد سړک په مسیر کښي د ۲۳۳متره په اندازه چرۍ هم جوړه سوې او هم د یاد سړ ک په مسیر کښي ۲ دانې پلچکونه هم جو ړ سوي دي، کندهار ښاروالۍ د ښارپه ټولو ناحیو کي د ښاریانو د سهولت او د دوی ژوندانه ته د ارامتیا په منظور متوازنه پراختیا رامنځته کوي .