د کندهار ښاروالی...

ناپیژنده (not verified)

Publish Date

Closing Date

د کندهار مرکزي ښار د اشتهاري اعلاناتو بیلبورډونو په داوطلبۍ کي د صفا اعلاناتو شرکت مسول محترم قادر شاه د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره په اجاره مبلغ ۴۴۵۰۰۰۰ څلور میلیونه څلور سوه پنځوس زره افغانۍ باندي غوښتونکی سویدئ. دا چي په زیاته اندازه د عوایدو کسر منځ ته راغلی دئ په همدې منظور هغه اشخاص چي ذکر سوي بیلبورډونه د یوه کال لپاره په اجاره د شرطپاڼي مطابق تر پورته مبلغ په اضافه پیسو غوښتونکي وي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۳۹۹ کال د قوس میاشتي د ۱۷ نیټې څخه بیا د همدې میاشتي تر ۳۰ نیټې پوري د ښاروالي مقام د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري شرطپاڼه کتلای سي، د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقدآ اخیستل کیږي او داوطلبي د جاري کال د جدي د میاشتي پر ۲ نیټه د سه شنبې په ورځ د سهار پر لسو بجو د تعین سوي هییت په حضور کي ترسره کیږي .

د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په دې شمېره اړیکه ونیسئ!

۰۷۰۲۵۲۰۳۸۷

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۹:۶
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

کندهار ښاروالي غواړي، چي د خپل ملکېت اړوند د ۷ ناحیې مربوط د سرپوزې پارک په یوه حصه کي د واده صالون جوړ کړي. صالون او پارک دواړه د آزادي داوطلبۍ له لاري د شرط پاڼي مطابق ترڅو چي یې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۹:۴۳
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

 

کندهار ښاروالۍ غواړي چي د کندهار ښار د (۱۵) ناحیو ټول کثافات په مناسب شکل د خصوصي سکټور د ماشینرۍ له لاري له ښار څخه د باندي و ټاکلي ځایونو ته انتقال کړي.

د شرکتونو هغه مسؤلین چي په . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۸:۲۹
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکېت د ۱۰ ناحیې اړوند د شرقي لین په هډه کښي اول نمبر غټ هوټل د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي.

ټول هغه اشخاص چي غواړي په داوطلبۍ . . .

Back to tenders