د کندهار ښاروالی د کرکیټ لوبډلی په انټر کلب لوبو کی خپله لومړي لوبه وګټل

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۵/۴ - ۱۰:۳۷
Kandahar Municipality

کندهار د انټر کلب سیالیو کي کندهار ښاروالې لوبډلي په خپله لومړي لوبه کي الحافظ لوبډلي ته په ( ۵۶ ) منډو ماته ورکړه ...

نن په روانو انټر کلب سیالیو کي د ښاروالۍ او الحافظ لوبډلو تر منځ ( ۲۵ ) اوره لوبه وسوه

ټاس ښاروالي لوبډلې وګټي لومړی یې خپله توپ پیل کړه، چي په ټاکلو ( ۲۵ ) اورو کي د ( ۷ ) لوبغاړو په سوځېدو ( ۲۰۲ ) منډې هدف وټاکي

د ښاروالۍ په توپ وهونکو کي عطاءالله " کاکړ " ( ۵۹ )

علي احمد ( ۴۸ ) او بریالي " یوسفزي " ( ۳۸ ) منډې وکړي

الحافظ لوبډلي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ( ۱۴۷ ) منډې وکړي

د ښاروالۍ په توپ اچونه کي خوشحال " رسولي " ( ۴ ) ،

حمید الله " یوسفزي " ، نصیب الله دوه دوه او باچا یوه ویکیټه درلاسه کړه ،

دلوبې غوره لوبغاړی عطاءالله " کاکړ " ونومول سو ، چې د خپلي لوبډلي په ګټه یې ( ۵۹ ) منډي کړي وي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالی د کرکیټ لوبډلی په انټر کلب لوبو کی خپله لومړي لوبه وګټل