د کندهار ښاروالۍ اداري غونډه جوړه سوه.

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۸:۲۱
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالۍ اداري غونډه چي د کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات تر مشرۍ لاندي جوړه سوه د ښاروالۍ د ټولو ریاستونو،امریتونو او مدیریتونو مسؤلینواو استازو پکښي برخه لرل.

اداري مجلس پر لاندي موضوعاتو مفصلي خبري او فیصلې وکړې.

کندهار ښاروال د ښاروالۍ د عمومي فعالیتونو،روانو چارو او راتلونکو پروګرامونو په اړه اداري مجلس ته معلومات وړاندي کړه.

اداري مجلس کښي د کارموندني /EZ-KAR برنامې لپاره په ناحیو کښي دشوراګانو او ګذرونو انتخاب باندي خبري وسوې.

د ۱۴۰۰مالي کال لپاره دنیالګیو د تر لاسه کولو او کښېنولو په برخه کښي مجلس کي بحث وسو او دنیالګیو کښېنولو په مورد لازمي پریکړي وسوې.

اداري مجلس د کندهار ښاروالۍ د ۱۴۰۰مالي کال بودجه تصویب کړه.

په ناحیو کښي د تنظیف د مدیریت د کارمندانو د کار او مسؤلیت په اړه بحث وسو.

د نهمي ناحیې اړوند د کوتل مرچې په ساحه کښي د کندهار شمالي ولسوالیو او اروزګان ولایت د اډې د د کاندارانو د کرائې د تخفیف په اړه بحث وسو او د املاکو مدیریت ته دنده وسپارل سول چي په مفصل ډول یې په اړه معلوماتونه راټول کړي او ولایت مقام ته یې واستوي.

په کندهار ښار کښي د روانو رغیزو پروژو حالت ساختماني مدیریت تشریح کړ.

وروسته کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د خپلو خبرو پر مهال وویل د ښار د پرمختګ او ترقۍ لپاره باید د یوه ګډ ټېم او قوي ادارې په شکل کار وکړو تر څو کندهار ښاریانو ته ښاري سهولتونه برابرکړو، ددې ترڅنګ کندهار ښاروال د روانو چارو او راتلونکو پلانونو داماده ګۍ لپاره اړوندو مسؤلینوته لازمي سپارښتني هم وکړې .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ اداري غونډه جوړه سوه.