د کندهار ښاروالۍ انکشافي کارونه خورا په چټکۍ سره جريان لري!

mohammadi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۰:۱۵
بیارغونه

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په لړ کښي داځل د کندهار ښار په اوله ناحيه، څلورم ګذر کښي د سړک د کانګريټ کولو چاري راپيل کړي دي.

دغه سړک چي د يونفس مؤسيسې په مالي لګښت جوړيږي تقريبا ( ۶۲۳ ) متره اوږدوالی لري.

په ياد سړک کښي ( ۱۳۸ ) کسانو ته د کار زمينه برابره سوې ده چي ( ۱۳ ) کسان مسلکي او ( ۱۲۵ ) په غيري مسلکي ډول کار کوي.

د نوموړي سړک تر دې دمه ( ۲۵ ) فيصده کار مخته تللئ دی او د ( ۳ ) مياشتو په موده کښي به يې ټول کارونه بشپړ سي او د درنو هيوادوالو پر مخ به د ګټي اخيستني لپاره پرانيستل سي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۴
Background image

دشپږمي ناحیې اړوند، په څلورم ګذر کي دیوې کوڅې د رغولو کار جريان لري!

کندهار ښاروالي دخپلو انکشافي فعالېتونو په دوام سره داځل د ښار په شپږمه ناحیه، څلورم ګذر، د لخشک په سيمه کي د یوې کوڅې د رغولو چاري په اساسي ډول راپيل کړي دي.

یاده کوڅه چي اوس مهال ئې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي ديو کانال او سړک د رغولو کار جريان لري

کندهار ښاروالي د ښار په ديارلسمه ناحيه، دريم ګذر، د ميرزا احمد خان په کلاچه کي د يو کانال او سړک د رغولو چاري راپيل کړي دي.

کانال تقريبا ۳۳۷ متره اوږدوالی، دوه نيم متره بردوالی او دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

کندهار ښار کي د سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو ناحيوو کي د ۵۰۰۰ متره مربع سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل کړې.

دغه پروژه چي اوس فعلا يې چاري راپيل سوې د ښار په مختلفو ناحيوو کي به هغه سړکان. . .

BACK TO NEWS