د کندهار ښاروالۍ تنظيف پرسونل شپه او ورځ د درنو هيوادوالو په خدمت بوخت دي!
د کندهار ښاروالۍ تنظیفاتي پرسونل ددې باراني څپو په راتګ سره شپه او ورځ د درنو هیوادوالو په خدمت کولو بوخت دي، ترڅو هیوادوال له هر ډول ستونزي څخه وژغورل سي.
د کندهار ښاروالۍ د پنځلسو ناحيوو څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو پر اساس تر دې مهاله پوري په یوه ناحیه کښي هم د بارانونو اورېدولو له امله کوم مالي او ځاني خساره نه ده رامنځ ته سوې.
همدارنګه د کندهار ښاروالۍ ټول تنظیفاتي پرسونل د ناحيوو د آمرينو سره په ګډه د ښار په ټولو ناحیو کښي خپلي تنظیفاتي چاري مخته وړي، که چیري تاسو هم د کومي ستونزي سره مخ کیږي، کولائ سی خپل مربوطه ناحيه په جريان کښي کړٸ.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ
د ويب سايټ مديريت