د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

mohammadi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۲:۵۲
د ښاروالۍ خبرتيا!

ګرانو ښاریانو!

داچي سبزیجات زموږ اوستاسو د ګران هیواد پیداوار دي او په ورځني ژوند کښي ډیره اساسي او مهمي اړتیا ورته لیدل کیږي نو په همدې اساس ددې لپاره چي د ګران هیواد له پيداوارو څخه مو استفاده کړې وي،د بزګر او کروندګر په اقتصادي حالت کښي مو همکاري او بسنه کړې وي په همدې اساس په اوونۍ کښي یو ځل د یک شنبې په ورځ داهلي حیواناتو غوښي بندي دي ځکه د وطن او هیواد زراعتي پیدا وارو ته هم باید پاملرنه وسي او زراعتي سیسټم په پياوړتیا کښي باید په ګډه سره کار وکړل سي نو ګرانو ښاریانو تاسو ته په ډیر درنښت سپارښتنه کیږي چي خپلو زراعتي پيداوارو ته لومړیتوب ورکړئ چي هم مو د هیواد له پیدا وارو خوند اخیستي وي او هم مو د بزګر په ژوند کښي اقتصادي حالت ښه کړئ وي ،هوټلونه،صالونونه او نور خوړنځایونه هم باید له خپلو زراعتي پیداوارو ګټه واخلي او لومړیتوب ورکړئ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!