د کندهار ښاروالۍ د ازادي داوطلبۍ اعلان!
Publish Date
Closing Date
د ښاروالۍ ریاست ملکیت د شرقي لین په هډه کښي یو باب ۴ نمبر غټ هوټل او حمام د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د ازادي داوطلبۍ د لاري په اجاره ورکوي، ټول هغه اشخاص چي غواړي په داوطلبي کښي ګډون وکړي، خپل غوښتنلیکونه دي د (۱۴۰۲) مالي د ثور د میاشتي د(۱۱) نیټې څخه د جوزا د میاشتي تر( ۲) نیټې پوري د ښاروالۍ ریاست د تدارکاتو او قراردادونو امریت ته وسپاري، شرطپاڼه کتلائ سي د اجارې د سرجمع څخه(٪ ۱۰) تضمین نقداً اخیستل کیږي او داوطلبي مجلس د جاري کال د جوزا د میاشتي پر(۳) نیټه د چهار شنبې په ورځ د سهار پر( ۱۰) بجې د تعین سوي هئیت په حضور کښي د ښاروالۍ ریاست په تدارکاتو او قراردادونو امریت کښي صورت نیسي.
د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره لاندي شمیرو اړیکه ونیسئ .
۰۷۰۷۱۵۹۷۱۸
۰۷۰۰۳۵۴۲۵۶