د کندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت له خوا د غیري قانوني اعلاناتو د پاکولو لړۍ جريان لري!

mohammadi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۷
کمپاين

کندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت له خوا یو ځل بیا د ښار په بېلا بیلو ساحو کښي؛ لکه: اول او دوهم دوراهي، کابل اډه او د عېنومېني د ننه او د باندي ساحو کښي د هغو اعلاناتو د پاکولو لړۍ جريان لري، کوم چي د ښاروالۍ د تثبیت سوو ځایونو پرته د ښار پر دیوالونو، پایو، ډبرو او د برق پر خادو باندي ځړول سوي او لیکل سوي وې.

د اشتهاري لوحو مدیریت له خوا ټولو درنو ښاریانو ته خبر ورکول کیږي، چي ددې کمپاین څخه وروسته که چیري د دوهم ځل لپاره داسي اعلانونه ولیدل سي، مسؤلین به يې قضايي او امنیتي ارګانونو ته معرفي کیږي، بیا څوک حق د شکایت نه لري.

د یادوني وړه ده ، چي د کندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت کاري پرسونل له خوا به نور هم د هغو اعلاناتو د پاکولو هڅي جریان ولري، کوم چي د مشخصو ځایونو پرته لیکل سوي او ځړول سوي وي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۹:۱۲
Background image

د زرغون چاپيريال د رامنځته کولو او پالني په موخه دکندهار ښاروالي هڅي جریان لري!

په کندهار ښار کي د ښکلا او زرغونو ساحو د پراخولو په موخه، داځل د کندهارښاروالۍ اړوند د سرسبزي آمریت له لوري په دریمه، اوومه او څوارلسمه ناحیه کي د مختلفو زینتي ګلانو او نهالانو د کرلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۸:۵۵
Background image

کندهار ښاروالي د ښار دصالونونو، هوټلونو او د هوټلونو او صالونونو له پارکینګونو څخه نظارت ترسره کړئ!

د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکېټونو تنظیم آمریت، د امنیه قومندانۍ په ګډه همکاري دا ځل د ښار صالونونو، هوټلونو او د هوټلونو او صالونونو له پارکېنګونو( تم ځایونو) څخه د نظارت چاري ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۸:۵۱
Background image

د کندهار ښار په دريمه ناحيه کي د يوې مهمي کوڅې د اساسي رغولو چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالي داځل د ښار په دريمه ناحيه، اووم ګذر کي د شهيد کوڅې د اساسي رغولو چاري راپيل کړې.

دغه کوڅه چي ۴۲۵ متره اوږدوالی او اووه متره بردوالی لري فعلا يې د رغولو چاري راپيل سوې چي. . .

BACK TO NEWS