د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!
Publish Date
Closing Date
د کندهار ښاروالۍ د اولي ناحيي مربوط د الجديد مارکيت شمال او جنوب طرف ته پارکينګ د شرطپاني مطابق د يوه کال لپاره د ازادي داوطلبي له لاري په اجاره ورکوي ټول هغه اشخاص چه غواړي داوطلبي کښي ګډون وکړي خپل غوښتنليکونه دي د ۱۴۴۳ کال دربيع الثاني د مياشتي د ۱۱ نيټي څخه بيا د جمادي الاول د مياشتي تر ۳ نيټي پوري د کندهار ښاروالي د تهيه او تدارکاتو عمومي مديريت ته وسپاري شرطپانه کتلاي سي د اجاري د سرجمع څخه لس فيصده تضمين نقدا اخستل کيږي او داوطلبي د جمادي الاول د مياشتي پر ۶ نيته
چي د ۱۴۰۰ کال د قوس د مياشتي د ۲۰ نيټي سره سمون خوري ) د شنبي په ورځ د کندهار ښاروالي د تهيه او تدارکاتو په عمومي مديريت کښي د سهار پر
۱۱ بجي د تعين سوي هيت په حضور کښي تر سره کيږي
د لا زياتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شميرو اړيکه ونيسي
۰۷۰۶۹۳۵۹۳۱
۰۷۰۰۰۰۲۷۹۷