د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

mohammadi_admin
داوطلبي

Publish Date

Closing Date

کندهار ښاروالي خپل ملکیت د څوارلسمي ناحیې مربوط د حضرت جي بابا اول شمالي مارکیټ د وسایطو د پارکینګ د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د ازادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي. ټول هغه اشخاص چي غواړي په داوطلبۍ کښي ګډون وکړي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۲ کال د اسد د میاشتي د ۸ نیټې څخه بيا د همدې میاشتي تر ۲۲ نیټې پوري د ښاروالۍ ریاست د تهیه او تدارکاتو امریت ته وسپاري. شرط پاڼه کتلائ سي د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقداً اخیستل کیږي او د داوطلبۍ مجلس د جاري کال د اسد د میاشتي پر ۲۳ نیټه د دوشنبې په ورځ سهار پر ۱۰ بجې د تعین سوي هیئت په حضور کښي د ښاروالۍ ریاست د تهیه او تدارکاتو په امریت کښي صورت نیسي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیرو اړیکه ونیسی:

۰۷۰۰۳۵۴۲۵۶

 ۰۷۰۷۱۵۹۷۱۸

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۱:۱۹
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د څوارلسمي ناحیې مربوط د میرویس او احمد شاهي مارکېټ مخته د وسایطو پارکینګ په مورد محترم محمد حکیم د محمد اکبر زوی د شرطپاڼي مطابق دیوه کال لپاره په اجاره مبلغ / . . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۹:۵۴
Background image

د دواطلبۍ اعلان!

د کندهار ولايت ارغنداب ولسوالۍ ښاروالي غواړي، چي خپل ملکيت د بابا صاحب پارکینګ د شرط پاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکړي.

هغه اشخاص چي د ذکر سوي پارکینګ . . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۹:۳۶
Background image

د کندهار ښاروالۍ د مزائدې داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکيت د (۱۰) ناحیې مربوط دکابل هډې تهجائي محصولاتو قرارداد محترم دین محمد د ګل محمد زوی د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره په مبلغ (۱۰۱۰۰۰۰۰) لس میلیونه سل زره افغانۍ . . .

Back to tenders