د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!
Publish Date
Closing Date
کندهار ښاروالۍ غواړي چي د کندهار ښار د (۱۵) ناحیو ټول کثافات په مناسب شکل د خصوصي سکټور د ماشینرۍ له لاري له ښار څخه د باندي و ټاکلي ځایونو ته انتقال کړي.
د شرکتونو هغه مسؤلین چي په یاده برخه کي لېوالتیا او توانايي ولري، دیوې هر اړخیزي طرحي سره دي د کندهار ښاروالۍ د تدارکاتو آمریت ته د روان ۱۴۰۳ کال د مېزان میاشتي له (۱۰) نېټې څخه بیا د همدې میاشتي تر (۲۷) نېټې پوري حاضر سي، ترڅو ستاسو د راوړل سوو طرحو تر ارزیابۍ او د کندهار ښاروالۍ له خوا د نهائي تصمیم نیولو وروسته د تدارکاتي طرزالعمل مطابق قرارداد ترسره سي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره پر لاندي شمېره اړیکه ونیسي.
دتماس شمېره: ۰۷۰۷۹۷۰۷۶۰