د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د کندهار ښاروالۍ ملکیت د لسمي ناحیې مربوط د شرقي لین په هډه کښي دوهم نمبر کوچنئ هوټل د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي.
ټول هغه اشخاص چي غواړي په داوطلبۍ کښي ګډون وکړي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۲ کال د حوت د میاشتي د ۲۴ نېټې څخه بیا د حمل میاشتي تر ۱۸ نېټې پوري د ښاروالۍ ریاست د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري، شرطپاڼه کتلائ سي د اجارې د سرجمع څخه شل فیصده تضمین نقداً اخستل کیږي او د دواطلبۍ مجلس د ۱۴۰۳ کال د حمل میاشتي پر ۱۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د سهار پر ۱۰ بجې د تعین سوي هیئت په حضور کښي د ښاروالۍ ریاست د تدارکاتو او قراردادونو په آمریت کښي صورت نیسي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره د لاندي اړیکو سره په تماس کي سئ.
۰۷۰۴۹۲۲۷۰۲
۰۷۰۴۴۲۰۲۲۶
په درنښت
ذبيح الله ( روحي )
د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مدير