د کندهار ښاروالۍ د سرسبزۍ عمومي مدير انجينر نجیب الله «نوري» وايې راسره پرسونل مو خپلي چاري د شپې او ورځي تل جاري ساتلي دي!
د کندهار ښاروالۍ د سرسبزۍ پرسونل د دې تاریخي ښار د سرسبزه ساتلو اوسمسورتیا په موخه چټکي هلي،ځلي تل جاري ساتلي دي،د کندهار ښاروالۍ د سرسبزۍ مدیر انجنیر نجیب الله نوري وایي: د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب په هدایت یې د سرسبزۍ چاري نوري هم پراخي کړي دي او هڅه کوي ترڅو دغه تاریخي اشرف البلاد ښار کندهار سرسبزه او زرغون وساتي.