د کندهار ښاروالۍ د مزائدې داوطلبۍ اعلان!
Publish Date
Closing Date
د کندهار ښاروالۍ ملکيت د (۱۰) ناحیې مربوط دکابل هډې تهجائي محصولاتو قرارداد محترم دین محمد د ګل محمد زوی د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره په مبلغ (۱۰۱۰۰۰۰۰) لس میلیونه سل زره افغانۍ غوښتونکئ دی.
هغه اشخاص چي د ذکر سوي هډې تهجائي محصولاتو قرارداد د شرطپاڼي مطابق تر پورته مبلغ په اضافه پیسو غوښتونکي وي، خپل غوښتنلیکونه دي د (۱۴۰۲) کال د جدي میاشتي د (۱۶) نېټې څخه شروع بیا د دلوي میاشتي تر (۱) نېټې پوري د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري. شرطپاڼه کتلائ سي د اجارې د سرجمع څخه (۲۰) فیصده تضمین نقداً اخیستل کیږي او د داوطلبۍ مجلس د جاري کال د دلوي میاشتي پر (۲) نېټه د دوشنبې په ورځ د سهار پر(۹) بجې د تعین سوي هیئت په حضور کښي د ښاروالۍ ریاست د تدارکاتو او قراردادونو آمریت کښي صورت نیسي.
د نورو معلوماتو لپاره پر لاندي شمېرو اړیکه ونیسئ.
۰۷۰۴۴۲۰۲۲۶
۰۷۰۴۹۲۲۷۰۲