د کندهار ښاروالۍ د مشورتي بورډ غونډه د مشورتي بورډ د رئیس او کندهار ښاروال تر مشرۍ لاندي جوړه سوه.

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۸:۳۴
Kandahar Municipality

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات پر داسي مهال د ښاري حکومتولۍ رئيس هم حاضر و د مشورتي بورډ له غړو سره وکتل او پرمهال یې د کندهار ښاروالۍ د عمومي وضعیت، ترسره کړو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه مکمل ډول سره د بورډ غړو ته معلومات وکړه،د دې ترڅنګ کندهار ښاروال د کندهار ښاروالۍ د ۱۳۹۹مالي کال د کړنو په اړه هم په مکمل ډول د مشورتي بورډ غړو ته معلومات وړاندي کړه چي پکښي انکشافي پلانونو،روانو پروژو، د جهاني بانګ پروژو، دولسي تړون او کارموندني پروګرامونوته پکښي په مکمل ډول ځای ورکړل سوی وو.

وروسته په مجلس کښي د ۱۴۰۰مالي کال د انکشافي او پرمختیایي بودجې په اړه خبري و سوې چي د پلانګزارۍ امریت لخوا د ۱۴۰۰مالي کال بودجه ارایه سوه او د مشورتي بورډ غړو تصویب کړه.

د مشورتي بورډ غړو دازاد بحث دلاري پر بیلابیلو موضوعاتو خبري وکړې، د خپلو اړوندو ناحیو د اوسېدونکو پر ستونزو ، مشکلاتو او وړاندیزونو باندي لازم تصامیم ونیول سول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ د مشورتي بورډ غونډه د مشورتي بورډ د رئیس او کندهار ښاروال تر مشرۍ لاندي جوړه سوه.