د کندهار ښاروالۍ د ناحیو امرینو او تخنیکي انجینرانو لپاره د SDF ستراتیژیک پرمختیایي پلان پنځه ورځنی سمینار شروع سو !

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۹:۶
Kandahar Municipality

ددې سمینار په لومړۍ ورځ به د SDF او پرمختیایي پلان عمومي معلومات تشریح سي او د ۲۱ مي پېړۍ پر ښاري پراختیا او د هغه پر ستراتیژي به معلومات وړاندي سي. دوهمه ورځ به د ټولني پر بشپړ جوړښت ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړي، دریمه ورځ به د ښاري پراختیا پر تاریخي او کلتوري برخو، څلرمه ورځ به د ژوند دبقاء(کار) او زراعتي اقتصاد په اړه او پنځمه ورځ به د ښاري پلان او حکومتدارۍ په اړه معلومات ورکول کیږي.

دا سیمنار چی د کندهار ښاروالۍ د ظرفیت لوړوني مدیریت له لوري په لاره اچول سوی، پنځه ورځي به دوام وکړي چي د ښاري پراختیا د ټولو پروژو د پلان او تطبیق پر څرنګوالي به د سمینار ګډونوالو ته معلومات ورکوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ د ناحیو امرینو او تخنیکي انجینرانو لپاره د SDF ستراتیژیک پرمختیایي پلان پنځه ورځنی سمینار شروع سو !