د کندهار ښاروالۍ د نانوايانو څخه د نظارت لړۍ عملاً په کندهار ښار کي جريان لري!
ترڅو د توزيع سوي نرخ نامې مطابق د ډوډۍ وزن، قيمت او کيفيت له نږدې څخه و څاري او هغه نانوايان چي د نرخ نامې څخه سرغړونه کوي او د نظافت کولو خيال نه ساتي د هغوئ نانواياني به تړل کيږي.
دا لړۍ چي د نرخ نامې د توزيع څخه وروسته شروع سوې ده همداسي جريان لري او په کندهار ښار کښي به د ټولو نانويانو څخه وخت پر وخت څارنه کوي.