د کندهار ښاروالۍ د (UNOPS) موسیسې په مالي همکاري د ناصرانو په کلي کښي د یوه ګانګریټي سړک 70٪ فیصده چاري بشپړي کړي دي!
د کندهار ښاروالۍ د کانګریټي سړک د جوړولو چاري چټکي کړي دي او 70٪ فیصده کار یې بشپړ سوئ دی چي عملا یې نن هم کار شروع دی او په نژدې راتلونکي کي به یې کارونه بشپړ سي.
د کندهار ښاروالۍ د ناصرانو په کلي کښي دوې پروژې عملي کوي چي د دواړو پروژو 70٪ فیصده کار یې بشپړ سوئ دی.
د کندهار ښاروالۍ د بیلابیلو موسیسو په مالي همکاري په ښار کښي ډیري پروژې عملي کوي.
د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب : د ولس په خدمت کښي هیڅ د ستړیا احساس نکوم او زه او زما کاري پرسونل تل ستاسي خدمت کي یو.