د کندهار ښاروالۍ رغنيز کارونه په منظم ډول جريان لري!
شنبه ۲۴ / ۴ / ۱۴۰۲ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ لخوا د نورزو شاه برج سړک کارونه په منظم ډول ادامه لري.
دغه سړک چي د نورزو شاه برج چوک څخه شروع بيا تر باچا خان جادې چوک پوري غځېدلئ دی، تقريبا (۱۳۲۰) متره اوږدوالی او (۱۴)متره بردوالی لري.
د نوموړي سړک تر دې دمه (۷۵) فيصده کار مخته تللئ دی، چي فعلاً يې د بېس کورس طبقې کار پرخلاصېدو دی او ډېر ژر به يې د پرايم کوټ او اسفالټ طبقې د جوړولو کار شروع سي.
کندهار ښاروالۍ په دغه ستره او رغنيره پروژه کښي تقريباً (۱۷۰۰) کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده چي (۵۰۰) کسان مسلکي او ( ۱۲۰۰ ) کسان په غيري مسلکي ډول کار کوي.