د کندهار ښاروالۍ له طريقه د ښار په اوله ناحيه کي د نرخونو کنټرول ترسره سو!
سې شنبه ٢٢ / ١٢ / ١٤٠٢ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکیټونو د تنظیم امریت نن سې شنبه د کندهار ښار په اوله ناحیه کښي د نرخونو د تعقیب په موخه نظارت تر سره سو چي په نتیجه کښي د اولي ناحیې په مربوطاتو کښي ځیني قصابیاني چي غوښي يې د نرخنامې څخه ګراني ورکولې بندي سوې او همدارنګه هغه خیاطان چي د نرخنامې څخه يې سر غړونه کړې وه دوکانونه ئې بند سوه د قصابانو په شمول تقریباً (۵) دوکانونه لاک مهر سول.
په درنښت
ذبيح الله ( روحي )
د ويب سايټ مدير