د کندهار ښاروالۍ له لوري د فوټسال لوبي ټورنمینټ پای ته ورسېدئ.

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۹:۵۵
د کندهار ښاروالۍ له لوري د فوټسال لوبي ټورنمینټ پای ته ورسېدئ

نږدې یوه میاشت وړاندي کندهار ښاروالۍ د ښار د پنځلسو ناحیو په سطحه د فوټسال لوبي ټورنمینټ راپیل کړی وو چي پکښي ۱۶لوبډلو لوبي وکړې چي وروستي دوې لوبي د ښاروالۍ لوبډلي او د اولي ناحیې لوبډلي ترمنځ وسولې چي ښاروالۍ لوبډلي وکولای سولای له لومړۍ ناحیې څخه بریاخپله کړي او لومړی مقام وګټی دوهمه لوبه د ۴ناحیې او ۳ ناحیې ترمنځ وه چي ۴ناحیې وکولای سولای له ۳ناحیې څخه بریاترلاسه کړي او دریم مقام خپل کړي.

د غه مراسیمو ته دکندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحد شاه هاشمي او سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند هم ورغلي وه دښاري حکومتولۍ رئیس له ټولو لوبډلو څخه ځانګړې مننه وکړه چي پر وخت اوښه توګه سره یي لوبي ترسره کړې هغه ځوانان سپورت ته تشویق کړه او د ځوانانو د سپورټ په برخه کښي یې دکندهار ښاروالۍ په استازیتوب د پوره همکاري ډاډ ورکړ.

وروسته د کندهار ښاروالۍ له لوري ځانګړې تحفې هم پر لوبډلو وویشل سولې.
 

د کندهار ښاروالۍ له لوري د فوټسال لوبي ټورنمینټ پای ته ورسېدئ د کندهار ښاروالۍ له لوري د فوټسال لوبي ټورنمینټ پای ته ورسېدئ
د کندهار ښاروالۍ له لوري د فوټسال لوبي ټورنمینټ پای ته ورسېدئ د کندهار ښاروالۍ له لوري د فوټسال لوبي ټورنمینټ پای ته ورسېدئ

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ له لوري د فوټسال لوبي ټورنمینټ پای ته ورسېدئ.