د کندهار ښاروالۍ له لوري د نهال شانۍ پسرلنۍ غونډه ترسره سوه!

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۸
نهال شاني

کندهار ښاروالۍ د ښار سمسورولو په موخه د نهالانو د ايښودلو غونډه ترسره کړه، چي په کښي د مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال په ګډون، د کندهار ښاروالۍ تخینکي او سکټوري رئیس مولوي نورالباقي خادم، د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر نجیب الله داوري، د زراعت پوهنتون رئیس مولوی محمد داود آغا صاحب او نورو مسؤلینو ګډون کړئ وو.

د نهال شانۍ په یاده غونډه کي د راغلو مسؤلینو له لوري له ټولو عامو ښاریانو څخه غوښتنه وسوه، چي تاسو هم خپله د ښار په ښکلا او سمسورتیا کي پراخه برخه واخلئ او ددغو نهالانو په ساتنه او پالنه کي د کندهار ښاروالۍ سره پوره همکاري وکړئ.

د یادولو وړ ده، چي کندهار ښاروالي سږ کال د ښار په مختلفو سيمو کي ۲۰۰۰۰ نهالان کښېنوي، چي دا لړۍ به د ښار ټولو برخو ته غوځول کيږي.

درنو هيواد والو!

راځئ د خپل ښار په ښکلا او سمسورتيا کي د کندهار ښاروالۍ سره برخه واخلئ.

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت

 

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۳:۵۷
Background image

په کندهار ښاروالي کي د ۱۴۰۳ مالي کال د دریمي ربعي دترسره سوو فعالېتونو او لاسته راوړونو معلوماتي غونډه ترسره سوه

د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کي د ۱۴۰۳ مالي کال د دریمي ربعي (میزان، عقرب، قوس) میاشتو د ترسره سوو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلوماتي غونډه جوړه سوه.

په دې غونډه کي دکندهار. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۳:۵۴
Background image

کندهار ښاروالۍ د نانوایانو څخه نظارت ترسره کړی

د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکېټونو تنظیم آمریت د داخلي تفتیش آمریت په همکاري د ښار په بېلابیلو ناحیو کي له نانوایانو څخه نظارت ترسره کړی، تر څو ډاډ ترلاسه سي چي د ډوډۍ وزن او قیمت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۳:۵۰
Background image

د کندهار ښار په ۸ ناحيه کي د کوڅې رغولو چاري پيل سوې

کندهار ښاروالي د ښار په ۸ ناحيه، ۲ ګذر کي د غفار مارکېټ څنګ ته د کوڅې رغولو چاري پيل کړې.

دا کوڅه چي تقريبا ۳۶۰ متره اوږدوالی، ۸ متره پلنوالی لري، اوس فعلا يې رغنيزي چاري پيل سوې چي. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ له لوري د نهال شانۍ پسرلنۍ غونډه ترسره سوه!