د کندهار ښاروالۍ له لوري ښاریانو ته د ۱۳۹۹ مالي کال د شفافیت او حساب ورکولو کلنۍ غونډه ترسره سوه .
د حساب ورکولو په دې غونډه کي د تنظیف پر کارونو، سرسبزۍ، ټرانسپورټ، د پروژو اړوند، د ښاریانو څخه د محصول را ټولولو، د مصرف څرنګوالي، د همکارو مؤسسو پر همکاریو، روان حالت، ستونزو، لاسته راوړنو، د ۱۳۹۹ مالي کال د عوایدو، فعالیتونو او اړوندو نورو مواردو په اړه ښاریانو ته حساب ورکړل سو.
په دې غونډه کي چي کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، د کندهار قومي مشرانو، سپین ږیرو، علماو او ځوانانو ګډون کړی وو.